په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د کندز په بوزې کندهاري سیمه کې د ملکي تلفاتو په اړه د خپلو پلټنو رپوټ خپور کړی او ویلي یې دي، چې په دغه سیمه کې د تیرکال په نومبر میاشت کې د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د کابل ښار د دارالامان پر سړک دوه ځانمرګي بریدونه کړي. د کابل پولیسو دا بریدونه تائید کړي، خو په اړه یې جزئيات نه دي ورکړي.
افغان ولسمشر د شاهي دورې د وروستي صدراعظم محمد موسی شفیق د کارنامو سیمینار کې، هغه د افغانستان د معاصر تاریخ یوه اغیزمنه څیره وبلله او ویې ویل، د هغه لار به تعقیب کړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، فساد د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي یو اساسي لامل وباله او د ملي اردو پر مسلکیتوب یې ټینګار وکړ.
د افغانستان د مهاجرینو چارو وزارت وايي، په تیر میلادي کال کې له ۱.۱ میلیونو څخه زیات راستنیدونکو کډوالو له شمیرې، څه باندې ۲۴زره له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
یوه تازه نظر پوښتنه ښيي، چې د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو پوځي عملیات په بریالي توګه ترسره شوي، خو په دې نظرپوښتنه کې ۴۵ فیصده خلکو له اسلامي حزب سره د سولې موافقه بېګټې بللې ده.
جمهور رئیس غني د اساسي قانون د تصویب د اونۍ د نمانځنې په مراسمو کې وویل د افغانستان خلکو چې د ظلم، بې عدالتی او بې قانوني له لاسه بېخي ډېره قرباني ورکړې ده، تر بل هر چا ډېر د قانون د تطبیق هیله من او مستحق دي.
ټاکل شوې چې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د صحرا شل اوریز کرکټ جام سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو لاړه شي.
د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور ته د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د څوکۍ وړاندیز په اړه د ښاغلي نور له ادعاوو وروسته د جمهوري ریاست لومړي معاونیت له ارګ څخه په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د افغانستان حکومت وايي، روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لیست څخه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره رسماً مخالفت نه دی کړی.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په مالي چارو کې د سرغړونو له امله افغان ولسمشر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده ځنډولې ده.
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل،د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره پر څلور کلنې امنیتي ستراتیژۍ کار روان دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان له خپلواکو رسنیو څخه د ملاتړ اداره، نی ۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال ګڼي، خو وايي چې په دغه کال کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه راکمه شوې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، په روان میلادي کال کې د افغانستان د دولت وسلهوالو مخالفینو ته د سر درانه زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د ډیورنډ کرښه د بهرني استعمار له خوا پر افغانانو تپل شوې، چې له امله یې د کرښې دواړو خواوو ولسونو زیات کړاو ګاللی دی.
په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، تیره شپه شاوخوا اوه بجې د هغه پر کور وسلهوال برید شوی چې په نتیجه کې یې یو ساتونکی وژل شوی دی.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ښارجوړونې وزارت د کارونو د ستاینې یوې غونډې ته په وینا کې، د استوګنځایونو جوړول د افغانانو په ځانګړ توګه د راستانه شوو کډوالو بیړنۍ اړتیا وبلله.
د میدان وردک ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، ۹ تنه ورزشکاران چې د سېشنبې په ورځ وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې تښتولي وو بیرته آزاد کړي دي.
ارګ وایي چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ تیره ورځ ماښام د ملي امنیت شورا په غونډه کې د سولې او پخلاینې د ملي ستراتیژۍ پر نوې طرحې بحث شوی دی.
تیره ورځ له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې په کندز ولایت کې ناپیژاندو وسلهوالو د سره صلیب د کمیټې یو شمیر کارکوونکي وتښتول او نامعلوم ځای ته یې بوتلل.
نور پورته کول