د افغانستان د کرکټ بورډ نوي مشر عاطف مشعل په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د کرکټ بورډ په اداره کې د اساسي اصلاحاتو پر راستلو ټینګار وکړ او ویې ویل، د دغو اصلاحاتو په پایله کې به یوه پیاوړې ملي لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته معرفي کړي.
د افغانستان ولسمشر د بشري حقونو د مدافعو وکیلانو د ملاتړ ملي کنفرانس کې وویل، افغان حکومت د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن دی او د بشري حقونو له مدافعینو څخه ملاتړ کوي.
د فراه ولایت چارواکي وايي، د کندهار – هرات په لویې لارې باندې د ترافیکې پیښې له امله څوارلس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان ولسي جرګې په عادلانه او جدي توګه د جنرال دوستم او احمد ایشچي د قضیې پر څیړلو ټینګار کړی او له حکومت څخه یې غوښتي چې ګرم لوري ته د قانون پر بنسټ سزا ورکړي.
اروپايي ټولنې او غړو هیوادونو استرالیا، کاناډا او ناروې د افغانستان له حکومت څخه غوښتي، چې د احمد ایشچي په اړه د بشري حقونو د نقض خپاره شوي رپوټونه په رسمي توګه وڅیړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت نن په رسمي توګه پر اسلامي حزب باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنلیک ملګرو ملتونو ته واستوه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځې په مناسبت یو ځل بیا پر وسلهوالو مخالفینو غږ وکړ، چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
ولسمشر غني د ښاري پراختیا د عالي شورا په پنځمه غونډه کې، چې نن د دارالامان په ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل، امانالله خان د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی او ملي اتل دی.
د افغانانو د وضعیت په اړه د ایشیا فونډیشن تحقیقاتي مرکز تازه سروې ښيي، چې د افغانستان ډیر خلک راتلونکې ته خوشبینه نه دي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغان ولسمشر خاص استازی احمدضیا مسعود وايي، یو لړ عمده عوامل په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو په وړاندې خنډ شوي دي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، دوامدرې جګړې او د افغان ځواکونو تلفاتو ته په کتو د ژمي په موسم کې د تازه سرتیرو پر جلب او جذب کار کیږي.
د افغانستان په اړه د 'آسیا زړه هیوادونو شپږم کنفرانس' د یکشنبې په ورځ د هند په امرتسر ښار کې د افغان ولسمشر او د هند صدراعظم له خوا پرانیستل شو.
د امریکا د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ د جنرال محيالدین غوري د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ولایت تللی دی.
د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، سږکال له پاکستان او ایران څخه نږدې یو میلی افغان مهاجر افغانستان ته راستانه شوي دي.
افغان ولسمشر ترکمنستان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ له خپل ترکمنستاني سیال سره د اتامراد – امام نظر او آقینې د اورګاډي لارې لومړۍ برخه پرانیستله.
د غزني ولایت د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې د جنسي تیري کوونکو او جعلکارانو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
افغان ولسمشر په ترکمنستان کې 'د تلپاتې ترانسپورټ نړيوال کنفرانس' ته په وینا کې وویل، افغانستان د یوې مهمې ترانسپورټي څلورلارې په توګه له هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د افغانستان لوی څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ له دریو وزارتونو او د سیمه ایزو ارګانونو له خپلواکې ادارې له ښځو سره د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، لا هم په دولتي ادارو کې له ښځو سره تاوتریخوالی کیږي او دا کار په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون د مخنیوي لامل شوی دی.
نور پورته کول