د افغانستان ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره د ۳۶ نوماندانو له ډلې اوه تنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او پنځه تنه نور د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لپاره غوره کړي دي.
د شفافیت نړیوالې ادارې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت د ژمنو په هکله خپل رپوټ خپور کړ.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد په دیارلسو ولایتونو کې د 'شفق ۲' په نوم ژمني عملیات پیل کړي دي.
د افغانستان ستره محکمه وايي، د اساسي قانون له مخې یې د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د استیضاح پر قضیې کار پیل کړی دی.
د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، د دغه هیواد د کانونو مدیریت د فاسدو کسانو په واک کې دی او که په دې برخه کې اصلاحات رانشي د کانونو چارې به له بحران سره مخ شي.
د افغانستان ولسمشر د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال جنرال هلاالدین هلال په مشرۍ یو شپږ کسیزه هیأت ته دنده سپارلې، چې د دغه برید څیړنه وکړي.
د افغانستان ولسي جرګې په نننۍ استیضاحیه غونډه کې د عامې روغتیا، اقتصاد او د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیرانو ته د هغوی په غیاب کې د باور رایې ورکړې.
ولسي جرګې n سه شنبې په ورځ د څلورمې ورځې لپاره د حکومت هغو وزیرانو ته د باور د رایې د ورکولو بهیر ته دوام ورکړ، چې تر اویا فیصدو یې د خپلو وزارتونو انکشافي بودیجې نه دي مصرف کړي.
د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په استیضاحیه غونډه کې، د عدلیې او ښارجوړونې وزیرانو ته د باور رایه ورکړه، خو د لوړو زدکړو وزیره فریده مومند یې سلب صلاحیت کړه.
د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر غني هغه غوښتنه چې د وزیرانو د استیضاح پروسه وځنډوي رد کړه او د پوهنې او اترانسپورت وزیران یې سلب صلاحیت کړل، خو د مالیې وزیر ته یې د باور رایه ورکړه.
د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، د پروان ولایت د بګرام په پوځي اډه کې د بمي چاودنې له امله څلور امریکایان یې ووژل شول او شاوخوا ۱۹ نور یې ژوبل کړل.
د غوراوي کمیټې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره د ۲۱ او د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون لپاره د ۱۵ کسانو نوملړ ولسمشر غني ته سپارلی دی.
د شنو سترګو نوموتې افغانه میرمن شربتګله تیره شپه ناوخته په تورخم کې د پاکستان حکومت له خوا افغان لوري وسپارل شوه.
د افغانستان د مالیې وزارت د دغه هیواد د نوي مالي کال د ملي بودیجې مسوده، چې ۴۶۶ میلیارده افغانیو ته رسیږي، نن مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.
اسلامي حزب وايي، د سولې د موافقې د عملي کولو اجرائیوي کمیسیون په کار پیل کړی او ټاکل شوې، چې د امریکا او ملګرو ملتونو یو پلاوی د دغې موافقې د تطبیق لپاره کابل ته راشي.
ولسمشر غني د دولت په رهبرۍ کې د اداري فساد د ستونزې نشتوالي ته په اشارې وايي، چې په دویم پړاو کې د وزارتونو په کچه له اداري فساد سره جدي مبارزه کیږي.
دغه استرالیايي ښځه، چې لا تر اوسه یې هویت څرګند نه دی، د شنبې په ماښام د کابل ښار له قلعه فتحالله سیمې څخه ناپیژانده وسلهوالو تښتولې ده.
کندز کې د هوايي بمباریو له امله د دیرشو ملکي کسانو له وژل کیدو دوه ورځې وروسته افغان حکومت وايي، چې په دغه برید کې اوه طالب قوماندانان Kunduzهم وژل شوي.
د غور سیمه ایز چارواکي وايي، یو شمیر وسلهوالو چې ځانونه د داعش ډلې غړي بولي تیره ورځ د دغه ولایت شپږ اوسیدونکي تښتولي دي.
نور پورته کول