د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د یو جیګپوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره تهران ته سفر کوي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د افغان حکومت له خوا د رسنیو په قانون کې نوي تعدیلات د اساسي قانون او د نړیوالو میثاقونو په خلاف بللي او له جمهور رئیس غني څخه یې غوښتي چې د دغه قانون د تعدیل چارې ودروي.
فواد چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې هیرویین او شیشه څکوي وايي کله چې د کابل په څرخي پله زندان کې بندي وو، په نشه يي توکو اخته شوی دی.
د افغانستان پارلمان له کروناویروس سره د مبارزې لپاره له نړیوال مالي صندوق (IMF) څخه د ۲۲۹ میلیون ډالرو د پور اخیستلو په تړاو د افغان حکومت وړاندیز تصویب کړ.
افغان دولت د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې وايي چې وسله وال مخالفین هرکال د نشه يي توکو له تولید او کاروبار څخه تر یو میلیارد ډالرو عواید لري او دا پیسې په افغانستان کې په جګړه کې لګوي.
د راپورونو په اساس د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني تراوسه دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکولو فرمان نه دی لاسلیک کړی، خو ارګ وايي چې د سیاسي هوکړه لیک په عملي کولو کې ستونزه نشته.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې له کروناویروس سره د معیاري مبارزې لپاره یې پنځه نوې تګلارې جوړې کړي دي.
د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال کینټ مکنزي له امریکا سره د سولې تړون ته د طالبانو پر ژمنتیا شک ښودلی او ویلي یې دي چې د دغه تړون تر بشپړ تطبیق پورې دې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې چې د ایران په یزد ښار کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدو پېښې د څیړلو لپاره یو پلاوی ایران ته واستول شي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا وایروس ورځ تر بلې په خپرېدو دی، حکومتي مسئولینو د دې وایروس د مخنیوي لپاره په چهارشنبه له کابل ښاره ۳۰۰ معتادین راټول او بستر کړل.
د کابل ښار په کارته نو سیمه کې لسګونه معتادین په یوه سمڅه کې دېره دي او نشه يي توکي کاروي، چې د سیمې اوسیدونکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز مسئولین وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د شاوخوا ۴۰زرو معتادینو درملنه کړې ده.
په کابل کې د ځوانو معتادو نجونو د درملنې په مرکز کې ډاکټران د معتادو نجونو د درملنې او روزنې ترڅنګ هغوی ته له کرونا وایروس څخه د ژغورنې روغتیايي تدابیر هم ښيي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې د طبي تجهیزاتو د کموالي خبرداری ورکړی دی.
ټاکل شوې چې له شاوخوا دوه میاشتې وروسته د افغانستان د دولت او د طالبانو تخنیکي ډلې ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو په تړاو تخنیکي بحثونه بېرته په کابل کې پیل شي.
د ښوونځي زده کوونکې مسکا، خپلې ټولګیوالې په ټابلیټ کا اخته کړې، هغه وايي ټولګیوالې مې راته ویل دا یو ډول بهرني ککاو دي، چې تر دوه- درې ځله خوړلو وروسته پرې معتاده شوم.
په پروان کې چارواکي وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د سیمهییزې اردو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی او افغان ځواکونو ته یې تلفات اړولي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کروناویروس د ۶۵۸ تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دغه هېواد کې د اخته شویو کسانو شمېر ۱۱زره او ۸۳۱ ته لوړ شو.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواو څخه غوښتي چې د درې ورځني اوربند موده وغځوي.
د ایران یو جیګپوړی دپلوماتیک پلاوی په سیند کې د افغان کډوالو د غرقېدو پېښې د څیړلو لپاره کابل ته رسېدلی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرت محمدحنیف اتمر سره یې لیدلي دي.
نور پورته کول