وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د معلولینو د باسکتبال لیګ سیالۍ دوه اونۍ مخکې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې چې نن د غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.
د والیبال فدراسیون چارواکي وایي، په کابل کې د نجونو د والیبال سیالۍ د څلورو ولایتونو ترمنځ پیل شوې چې تر دریو ورځو پورې به دوام وکړي.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د آسیا د المپيک په سیالیو کې د ګډون په هدف نن سویلي کوریا ته ولاړه.
د کابل د استیناف محکمې نن په یوه علني غونډه کې د پغمان د ډله ییز جنسي تیري د پیښې پنځه تنه په اعدام محکوم کړل.
د افغانستان کرکټ بورد وايي چې د کرکټ ملي لوبډله به په استرالیا کې د ۲۰۱۵ کال نړیوال کپ سیالیو ته د تیارۍ لپاره تمریني لوبې وکړي.
د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال کپ نن کابل ته راوړل شو چې د لیدولو لپاره یې د کرکټ په لسګونو مینه وال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راغلي وو.
د کرکټ بورډ وايي، د کرکټ په نړیوالې شورا کې د افغانستان د غړیتوب وروسته د لومړي ځل لپاره به د ۲۰۱۵ کال نړیوال کپ کابل ته راوړل شي.
یوې لومړنۍ محکمې په کابل کې د پغمان د جنسي تیري د قضیې د لسو تورنو له ډلې اوو تنو ته نن په یوې علني غونډه کې د اعدام سزا واوروله.
د فوټبال فدراسیون وايي چې په کابل کې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ د فوتسال ټاکنیزې سیالۍ نن پیل شوې چې تر ۴۵ ورځو پورې به دوام وکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو سره د جان کېري د تیرې شپې له خبرو وروسته عبدالله او احمدزي بیا سره خبرې کړي دي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکي کبیرخان د یو لړ شخصي مصروفیتونو له امله د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سره مخه ښه وکړه.
په کابل کې د انجونو د کرکټ د سیالو د پای لوبه د آمنه فدوي د انجونو د لیسي لوبډلې وګټله او ددغه یو اونیز ټورنمنټ د اتلولۍ کپ یې خپل کړ.
یو شمیر افغانانو چې پخوا یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی نن په کابل کې د امریکا د سفارت پر وړاندې لاریون وکړ.
د یوناما مشر یان کوبش جمهور رئیس کرزي ته ویلي چې د رایو د پلټنې د بهیر پای ته رسیدل د سنبلې تر ۱۱ نیټې پورې امکان نه لري.
د شپږیزې په نوم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې چې د ملي ټیم او د مختلفو لوبډلو لوبغاړي سره په کې لوبې کوي.
په کابل کې د ځوانانو د وشو څلور ورځینۍ رزمي لوبې پیل شوي چې پکې د ۴۰ کلپونو ۲۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده.
د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وايي، د افغانستان په قوانینو کې بچه بازي نه ده تعریف شوې او عاملینو ته یې د سزا ورکولو حکم نشته.
د کرکټ بورډ د جرمني د پرمختیايي خدمتونو د مرستندویه ادارې په همکارۍ په خوست کې په نړیوال معیار برابر د کرکټ یو لوبغالی جوړوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تر اوسه یې د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټاکنو پنځه څلویښت فیصده د رائیو صندوقونه پلټلي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د کابل - لوګر په لویه لار یې درې تنه هندي انجنیران د وسله والو طالبانو له منګولو څخه ژغورلي دي.
نور پورته کول