وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه جولای ۱۵ (چنگاښ ٢۴) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې تر راتلونکو دوو میاشتو به طالبانو سره ابتدايي تفاهم وشي.
د کرکټ نړیوال جام پای لوبه نن یکشنبه (جولای ۱۴) د انګلنډ او نیوزیلند ترمنځ وشوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ولسمشر غني د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو ستاینه کړې او غوښتي یې دي چې د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو نوی پړاو د جون په ۲۹ نیټه پیلوي.
د آسیا د شل کلنو تنکیو ځوانانو د فوتسال لوبو (د صالون دننه فوټبال) په پای لوبه کې نن شنبه د (جون ۲۲) جاپان افغانستان ته په ماتې ورکولو سره اتل شو.
ولسمشر غني نن دوشنبه د ( جون ۱۸) په منچستر کې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ د کرکټ لوبه ګوري.
د کرکټ نړیوال جام په لړ کې نن دوشنبه د ( جون ۱۷) د بنګلدیش کرکټ لوبډلې وکولای شول ویسټ انډیز ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړي.
د افغانستان د تکواندو لوبغاړو په هند کې د تکواندو په آزادو اتلولۍ سیالیو یا جي -۱ کې اتلولي وګټله.
د آسیا د شل کلنو ځوانانو د فوتسال ( صالون دننه فوټبال) لوبو کې نن یکشنبه د ( جون ۱۶) ایران په یوې سختې لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د کرکټ په نړیوال جام کې نن یکشنبه د ( جون ۱۹) د کرکټ د نړۍ تاریخي سیالان هند او پاکستان سره لوبیږي.
ټاکل شوې د آسیا د شل کلنو څخه د کم عمره ځوانانو ترمنځ د اتلولۍ سیالۍ د شنبې په ورځ د ( جون ۱۵) په ایران کې پیل شي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکی فل سیمونز وايي چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه وروسته د ملي لوبډلې روزنه پریږدي.
د کرکټ نړیوال جام د ۲۰۱۹ کال د می په (۳۱ نیټه) په ګډه په انګلنډ او ویلز کې پیلیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوۍ د کمیټې مشر دولت احمدزي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دوی په نړیوال جام کې سیمې فاینل (نیمه پای لوبې) ته د رسیدو په هیله دي.
د سولې مشورتي لویه جرګه په داسې وخت کې نن دوشنبه د ( ثور ۹) پرانیستل شوه چې د راتلونکي کال د جمهوري ریاست ۱۳ کاندیدانو او یو شمیر سیاسي حزبونو پکې له ګډون کولو ډډه کړې ده.
د ناټو سازمان ۷۰ یمه کلیزه د پنجشنبې په ورځ ( اپریل ۴) په واشنګټن کې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون لمانځل کیږي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ټست لوبې کوربه توب کوي.
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ یو ورځنیو پنځو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه ایرلنډ وګټله، او دا سیریز یې مساوي کړ.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي پر طالبانو په پټو سترگو باور نه کوي.
د افغانستان او قزاقستان د المپیک ملي کمیټو د آسیایي المپیک عمومي شورا د ۳۸ غونډې په څنډه کې چې د ټایلنډ په بنکاک کې وشوه، د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.
نور پورته کول