وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي افغانستان ته د ۶۹ رد شويو پناه غوښتونکو له ډلې څخه یوه یې په کابل کې ځان وژلی دی.
په روسیه کې د ٢٠١٨ کال د فوټبال د نړیوال جام په لومړی نیمه پایلوبه کې سه شنبه جولای ١٠) د فرانسې او بلجیم پیاوړې لوبډلې سره مخامخ کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کابل کې له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته وویل چې طالبانو دا خبره درک کړې ده چې د جنګ له لارې نشي کامبېدی.
د غزني امنیتي چارواکي وايي چې نږدې ۵۰ تنه زندانیان ددغه ولایت په کټه واز ا ګیرو ولسوالۍ کې د یو لړ اپراتیفي عملیاتو په لړ کې د طالبانو له منګلو خوشې کړای شوي دي.
امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما له خوا افغانستان سره د اصلاحاتو د بهیر او په خپل ځان د متکي کیدو په برخه کې د شوو اته سوو میلیونو ډالرو دریم قسط نن افغان حکومت ته وسپاره.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دې د افغانستان له اوسیدونکو بخښنه وغواړي.
د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق وایي، چې د ملي یووالي حکومت ایله په پښو دریدلی او هیله ده چې حالت ښه شي.
افغان حکومت وایي، په تیرو څلوارلسو کالو کې د لومړي ځل لپاره له ګاونډیو هیوادنو وطن ته د افغانانو د راستنیدلو لړۍ تیزه شوې او اوس هره ورځ تر شپږ زروپورې ګډوال وطن ته راستنیږي.
د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وايي چې د خصوصي کورنیو او بهرنیو پانګه والو د پام رااړولو لپاره د عربي متحدو اماراتو په دوبۍ ښار کې دوه ورځینی کنفرانس ترسره کوي.
د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې په ځینو ناامنه سیمو کې طالبانو په خپله د بریښنا بیلونه جوړ کړي او د بریښنا د لګښت پیسې یا محصول له خلکو ټولوي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ننګرهار له لارې د کابل په ګډون د افغانستان شمالي او مرکزي ولایتونو ته یې د داعش د فعالیتونو د غځولو پلان شنډ کړی دی.
نن کابل کې د افغانستان،پاکستان او قاطع ملاتړ لوړپوړو جنرالانو په یوه غونډه کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په لارو چارو خبرې کړي دي.
روشنايي غورځنګ پلویانو خپل لاریون نن سهار په اوو بجو د شهید مزاري د جومات د انګړ څخه پیل کړ، چې د لاریون د تنظیمونکو په وینا د پښتونستان تر واټ پورې به دوام وکړي.
چارواکي وايي چې ددغه ولایت د کوټ او اچین په ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې ۴۶ داعشیان وژل شوي.
افغان حکومت وایي، په امنیتي ستراتيژۍ کې یې پوره روښانه شوې چې اوس د طالبانو د جنګ قومانده د حقاني شبکې ته سپارل شوې ده.
په هلمند کې د ناتو قوماندان وايي چې په سلگونو بهرني سرتیري د افغان سرتیرو د زده کړو او مشورې لپاره په هلمند کې ځای پر ځای شوي دي.
ټاکل شوې، افغان پوځ د شنبې په ورځ د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه په افغانستان کې په خپلو عملیاتو کې د بې پیلوټه الوتکو کارول پیل کړي.
افغان حکومت وايي په نوي لمریز کال کې د وسله والو پروړاندې پراخ عملیات کوي او هغوی چې سوله نکوي ختم به یې کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دیني علماو وغوښتل چې ماشومانو ته د واکسین لګولو له بهیر سره مرسته وکړي.
د کابل په هوایي ډگر ته د سویلي آسیا هیوادونو په سیالیو کې د گډون کوونکو افغان لوبغاړو د رارسیدو په وخت د هغوی تود هرکلی وشو.
نور پورته کول