وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
سیمه غلامي د جنوبي اسیا د المپیک په سیالیو کې د افغانستان لپاره د تکواندو په ورزش کې د لومړي ځل لپاره د سرو زرو مډال وگاټه.
بریښنا موسسه وایي، د ازبکستان څخه کابل ته د ۲۸۰ میګا واټ بریښنا د غزیدلي مزي د پرې کیدو له امله په ښار کې د بریښنا پرچوۍ پیل کړي دي.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون نن د ۱۳۹۵ کال د میزان د میاشتې ۲۴ نیټه د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو ورځ اعلان کړه.
څلورسوو کسانو د افغانستان په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د کارکولو لپاره وړاندیزلیکونه ورکړې او پدوې کې دیرش ښځي دي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی وايي چې د جاپان او سنګاپور لوبډلو سره سیالیو ته چمتو دي او د ښې نتیجې هیله لري.
په حکومت کې د سیاسي اختلافونو په وجه په افغانستان کې د بریښنایي تذکرو د ویش بهیر ځنډولی دی.
د افغان حکومت دوه وزارتونه په یو داسې کړنلاره کارکوي چې په پلي کیدو به یې په افغانستان کې په شاقه کارونو کې د ماشومانو د بوختیا مخه ونیول شي.
د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې د ایدز ناروغانو شمیر کم دی، خو بیا هم ددغې ناورغۍ د مخینوي لپاره عامه خبرتیا ته اړتیا شته.
د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د جغتو ولسوال محمد داود نن سهار د افغان حکومت د مخالفو وسله والو په کمین کې ووژل شو.
د سولې او دیموکراسۍ د یووالي موسسه وايي، په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې پر جګړې او افراطیت ۹ میلیارد ډالر لګښت راغلی دی.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې په کندز کې د دوی پر روغتون د برید د څیړلو لپاره د بې پرې پلټنو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر وايي د صادراتو او وارداتو ناانډول بیلانس د انديښنې وړ دی.
ټاکل شوې چې سږکال څلرویشت زره افغان حاجیان د آریانا افغان هوايي شرکت لخوا سعودي عربستان ته ولیږدول شي.
د ځوانانو یوې ټولنې د افغانستان دردیدلي ولس په نوم یو خوځښت پیل کړی جې په ترڅ کې دا ټولنه غواړي خلک د پاکستان په خلاف یو موټی کیدو ته وهڅوي.
جمهوري ریاست وایي محمد معصوم ستانکزی به د افغانستان د دفاع د وزارت د سرپرست وزیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د فرخندې کورنۍ او د ښځو د ملاتړ ټولنو د فرخندې د قتل په قضیې کې تورنو ته د استیناف د محکمې په پریکړه سخت غبرګون ښودلی دی.
په افغانستان کې د نجونو د والیبال لوبغاړې وايي چې حکومت ورته په کابل او ولایتونو کې هېڅ پام نه دی کړی .
د ښځو د حقونو د ملاتړ یوې ډلې په بهر کې د طالبانو له استازو سره د هر راز ناستو او پټو خبرو سره خپل مخالفت څرگند کړ.
د افغانستان د المپيک ملي کمیټه وايي چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په پام کې لري چې د ښځو ونډه په ورزش کې له هلکانو سره یو برابر کړي.
په کابل کې د بریتانیا سفیره وايي چې د افغان ټاکنیزو کمیسیونونو سره د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوي نه دي بلکه درول شوي دي .
نور پورته کول