د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد نوی کمپاین؛ '۲.۴ میلیون ماشومان به واکسین' شي


په افغانستان په پنځو ولایتونو کې د پولیو نوی کمپاین پیل شوی
په افغانستان په پنځو ولایتونو کې د پولیو نوی کمپاین پیل شوی

د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د شنبې په ورځ اګست لسمه (زمری۲۰) د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د پولیو څخه د پاک افغانستان لپاره خپله ونډه ترسره کړي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د کمپاین په ترڅ کې به د هېواد په پنځو ولایتونو کې شاوخوا ۲.۴ میلیون ماشومان واکسین شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان په دې هکله رسنیو ته وویل: "د شنبې په ورځ، د زمري د میاشتې شلمه د هېواد په پنځو ولایتونو (ارزګان، زابل، کندهار، هلمند او هرات) کې د پولیو د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو چې په ترځ کې به یې نږدی ۲.۴ میلیونه ماشومان ته د پولیو واکسین تطبیق شي او څلور ورځې به دوام ولري."

د ښاغلي امرخېل په وینا، د عامې روغتیا وزارت له ټولو مشرانو، دیني عالمانو غوښتي چې د دغه کمپاین په بریالي تطبیق کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل چې دوی هڅه کوي چې "د پولیو واکسین تطبیق سره د دې ویروس د خپراوي څخه مخنیوی وکري. مونږ له قومي مخورو، دیني عالمانو او د کورنیو مشرانو څخه هیله کوو چې په سیمه کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي او د واکسین په ښه تطبیق سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي".

اوس مهال په افغانستان کې له دغه ساري ویروس سره مبارزه په چټکۍ سره روانه ده او هڅې روانې دي چې مثبتې پېښې کمې او افغانستان له دغه ویروس څخه پاک اعلان شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG