د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست مشران د ارسلا جمال د وژنې جدي پلټنه غواړي


د خوست ولایت قومي غونډه
د خوست ولایت قومي غونډه
د خوست ولایت قومي مشرانو په یوه غونډه کې د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د لوګر د والي ارسلاجمال د وژنې پیښه په ژوره توګه وپلټي او عاملينو ته یې سخته سزا ورکړي.

د لوګر د والي د وژنې د پیښې په تړاو د خوست ولایت په غونډه کې حکومتي چارواکو، قومي مشرانو، سپين ږيرو، د مدني ټولنې فعالينو او ځوانانو ګډون کړی و.

یو تن قومي مشر رسول محمد تڼي له امريکا غږ سره په خبرو کې د والي ارسلاجمال وژنه وغندله او پر افغان حکومت یې نيوکه وکړه چې په افغانستان کې يې د ګڼ شمیر نورو مهمو شخصيتونو د وژنې قضيې هم په سم ډول ندي څیړلي او نه يې هم عاملين د عدالت منګولو ته راکاږلي دي.

«.. زموږ اداره ډېره کمزورې ده. په زغرده او په سپين ميدان يې چا ته څه ونه ويل. نه يې د ټنيوال عاملين ونيول او نه به د ارسلاجمال عاملین ونيسي او نه به د نورو.»

نوموړی قومي مشر له حکومت څخه غواړي چې د ارسلاجمال د وژنې قضيه په کلکه وڅیړي، عاملين یې پيدا او د عدالت منګولو ته وسپاري.

د دغه ولايت يو بل تن قومي مشر انجينر مزارعلي له قرانکريم څخه په سوء استفادې سره پر ارسلاجمال باندې دغه بريد غندي او د ټولو اسلامي اصولو خلاف عمل يې بولي.

« دا چې د قرانکريم څخه موږ ناوړه ګټه اخلو، د سپر او يا د ترهګرۍ لپاره، دا ډېر د تاسف ځای دی. هرچا، چې دا عمل کړی دی، زه د دوی په حال باندې خفه يم، چې دوی باندې به الله څومره بد عذاب نازلوي. دا عظيمه ګناه ده».

د ځوانانو یو استازی محمد قدیم بیا وایي: «... زه د والي ارسلاجمال وژل په کلکه غندم. دا داسې پیښه ده، چې نه اسلامي ده، نه پکې افغانيت شته، نه شريعت دی او نه پښتو ده».

د پکتيا د مدني ټولنې فعالينو هم له امريکا غږ سره په خبرو کې د والي ارسلاجمال وژنه د افغان حکومت او په مجموع کې د ټول هیواد لپاره يوه نه جبرانیدونکې ضايع ووبلله.

ارسلاجمال د لوګر ولایت په مرکز پُل عالم کې د اختر په لومړۍ ورځ د اختر له لمانځه وړاندې د وينا پر مهال په جومات کې د يوه ځای پرځای شوي بم د چاودنې له امله ووژل شو.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG