د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان وایي هالینډ غیر اصولي چلند کوي


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي چې د هالنډ‌ د روټرډم په ښار کې د وینا نه د ترکیې د وزیرانو د منع کولو د غیر اصولي چلند په سبب به په هالنډ بندیزونه ولگوي.

ښاغلی اردوغان غواړي چې په اروپا او په خاصه توگه په جرمني او هالنډ کې میشت ترکان د راتلونکي میاشت د اساسي قانون په هکله په ریفرنډم کې د هغه په ملاتړ رایي ورکړي. د ترکیې په اساسي قانون کې بدلون به د اردوغان قدرت لاپسي زیات کړي.

په فرانسې کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوړد چاوش اوغلو په خپله وینا کې وویل چې "هالنډ د فاشیستانو مرکز دی."

هالنډ د هغه اورپایي هیوادونو سره ځان یو ځای کړو چې نه غواړي په دغو ملکونو کې میشت د ترکیې اتباع په سیاسي بحران کې داخل شي. د همدې ویرې له وجې د اروپایي هیوادونو ځیني مشران ترکي سیاستمداران په خپلو هیوادونو کې غونډو ته نه پریږدي.

د هالنډ حکومت د یکشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته د روټرډم ښار ته د سفر اجازه ورنکړه او د هغې نه ورسته یې د کورنۍ او ټولنیزو چارو وزیره فاطمه بتول هم په هالنډ کې د ترکیې کونسلگرۍ ته د تگ نه منع کړه.

د یکشنبې په ورځ په روټرډم کې په سلگونو ترکان د ترکیې د قونسلگرۍ مخې ته راغونډ شوي وو. پولیسو د مظاهره چیانو د تیت او پرک کولو لپاره د سپیو نه کار واخیسته او اوبه یې پرې وشیندلې. ځینو مظاهره چیانو پولیس هم په بوتلو او تیږو وویشتل.

په هالینډ کې روانه اونۍ انتخابات کیږي او سروې گانې ښیي چې د هالینډ حاکم گوند به خپلې نیمایي څوکۍ وبایلي. په هالینډ کې د حکومت مخالف د گیرټ ولډرز گوند چې د اسلام سره یی خپل مخالفت ښودلی، زیات محبوبیت لري.

XS
SM
MD
LG