د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني ۱۳ تلین ته غبرګونونه


برهان الدین رباني په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال او بیا په ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ د نسکوریدو وروسته د افغانستان د جمهور رئیس په توګه کار کړی و.
برهان الدین رباني په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال او بیا په ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ د نسکوریدو وروسته د افغانستان د جمهور رئیس په توګه کار کړی و.

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون د پخواني رژیم یو زیات شمیر چارواکو او د جمعیت اسلامي د ګوند غړو او پخوانیو سیاسیونو د سولې د عالي شورا پخواني رئیس او د افغانستان پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني، ۱۳ تلین په مناسبت په جلا جلا پیغامونو کې د سولې د ټینګیدو په لاره کې د هغه هڅې ستایلي دي.

د وږي د میاشتې ۲۹ ( سپټمبر ۱۹مه) د افغانستان د پخواني رژیم پر مهال د سولې د عالي شورا پخواني رئیس او د افغانستان پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني د ۱۳ تلین سره برابره ده.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د سولې د عالي شورا پخوانی رئیس د " د سولې د شهید" په توګه یاد کړی دي.

ښاغلي کرزي ویلي: " د سولې شهید استاد برهان الدين رباني په ګران هیواد کې د اتحاد او اتفاق د ټینګښت او تلپاتې سولی لپاره په پیاوړي هوډ او عزم هلې ځلې وکړې او په همدې لاره کې شهادت ته ورسید".

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي پیغام کې ویلي چې د افغانستان پخوانی جمهوررئیس او د اسلامي جمعیت د ګوند مشر برهان الدین رباني په سیاسي برخه کې د معتدلې خط مشې په تعقیب مشهور و.

هغه ویلي: " د اسلام پېژندنې په برخه کې د استاد[ رباني] پوهه او تبحر د اسلامي نړۍ د علماوو د تایید او احترام وړ ګرځېدلې وه. د سولې شهید په خدای تعالی ایمان د مسلمان امت د بیدارۍ عامل باله او د سولې ټینګښتت یې د هر مسلمان وګړي اسلامي او وجداني وجیبه ګڼله."

همداشان د افغانستان د تیر جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني سره د ۱۹۹۹ کال د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون پر مهال د خپل سفر یادونه کړې او ویلي دي چې کله هغه مهال طالبانو د هغه وخت د حکومت سره د اوربند لپاره د مخکیني شرط په توګه د نجونو د ښوونځیو د تړلو وړاندیز وکړ پخواني جمهور رئیس د طالبانو دا وړاندیز ونه مانه او رد یې کړ.

امرالله صالح لیکلي: " دغه ننګین او شرم لرونکی شرط نه منم. ارګ تړم خو ښوونځی هیڅکله". امرالله صالح لیکلي چې د پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني د وژلو په توطیه کې چې د کوم تکتیک څخه کار اخیستل شوی وو، تر ډیره د لبنان په بیروت کې د تیرو څو ورځو د چاودونو سره یې زیات ورته والی درلود.

هغه ویلي: " ډیر کم چاودیدونکي توکي، خو ډیره قوي او مرګونې چاودنه". امرالله صالح د پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني باندې په برید کې د بهرنیو هیوادونو چې نوم یې نه دی اخسیتی لاس لرلو ته هم اشاره کړې ده.

د طالبانو حکومت چې پر برهان الدین رباني باندې د برید ګوته ورته نیول کیږي د هغه د تلین په اړه او دا چې پر هغه باندې د برید هدف یې څه وو تراوسه څه نه دي ویلي.

د پخواني رژیم پرمهال د برهان الدین رباني او د جمعیت اسلامي د ګوند د په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو پر وړاندې د وتلي قومندان احمدشاه مسعود تلینونه د "شهید د اونۍ" په نوم د سترو غونډو په ترڅ کې یادونه کیدله، خو واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا اونۍ په افغانستان کې په رسمي ډول نه نمانځل کیږي.

برهان الدین رباني د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي له خوا د طالبانو سره د پخلاینې لپاره د لومړنۍ جوړې شوې سولې عالي شورا د مشر په توګه ټاکل شوی و، چې په کابل کې په خپل کور کې په ۲۰۱۱ کال د وږې په ۲۹ د یو ځان مرګې برید کوونکي له خوا چې په ظاهره یې هغه ته د طالبانو له خوا د سولې یو پیغام راوړی وو، ووژل شو. په دې برید کې د پخواني رژیم د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی هم ټپي شوی وو.

برهان الدین رباني په ۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال او بیا په ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ د نسکوریدو وروسته د افغانستان د جمهور رئیس په توګه کار کړی و او په ۲۰۰۱ کال کې د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان د موقتي حکومت د جوړیدو د اعلان وروسته واک پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ حکومت ته سپارلی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG