د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو ډله: پوځ او ملېشې په بلوچستان کې رسنۍ ګواښي


عکس، ارشیف: په پاکستان کې د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد یوه مظاهره
عکس، ارشیف: په پاکستان کې د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد یوه مظاهره

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وایي فعالین او ژورنالیستان د امنیتي ادارو او ملیشه وسله والو ترمنځ گیر پاتې دي او ژوند له یې خطر سره مخامخ دی.

دغه کمیسون په داسې حال کې د بلوچستان په ایالت کې د رسنیو د ازادۍ د محدودیدو په اړه خبرداری ورکړی چې په دغلته څو رسنیو د ملیشه وسله والو د پرلپسې ګواښونو له کبله فعالیت بند کړ.

د بلوچستان ایالت یوشمېر ژورنالیستانو ویلي دي چې د روان کال په لومړیو کې د پاکستان استخباراتي ادارو ور وغوښتل او ورته یې وویل چې د بلوچ بیلتون غوښتونکو ډلو خبرونه دې نه خپروي.

دغه خبریالان وايي کله چې دوې د بلوچ ازادي غوښتونکو ډلې خبرونه خپاره کړله ملیشه وسله والو یو شمېر ورځپاڼې او شخصي تلویزیونونه وگواښل.

د بلوچستان د ٣۴ ولسوالیو څخه د ١٨ ولسوالیو په پراخو سیمو کې ملیشه وسله وال حضور لري. د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون رئیس مهدي حسن په یوه اعلامیه کې "د ټولو اړخونوغواړي چې سمدستي د هر هغه فعالیت نه لاس واخلي چې ژورنالیستان، د ورځپاڼو کارکوونکي، پلورونکي او د هغوی ژوند گواښي".

پاکستان د خبریالانو لپاره بد ځای

پاکستان په پرله پسې توگه د نړۍ په هغو هیوادونو کې راځي چې د خبریالانو لپاره مصون نه دي او د بخښنې نړیوال سازمان بلوچستان هغه ایالت گڼي چې د ژورنالیستانو ژوند په کې له گواښ سره مخامخ دی.

د پاکستان پوځ د مهمو امنیتي پالیسو په اړه رپوټونه کنترولوي او څاري، په دا ډول مسایلو باندې رپوټ ورکول له ټاکلي حد- سره کرښه- نه وتل دي چې له کبله یې خبریالان بندیان کیږي، وهل کیږي او آن وژل کیږي او ډول شرایط خودسانسورۍ ته لار پرانیزي.

بلوچستان چې د افغانستان او ایران سره پوله لري د اسلامپالو ملیشو، فرقوي تاوتریخوالي او د بلوچ جدایي غوښتونکو له یاغیگرۍ سره مخامخ دی.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د رپوټ له مخې د ٢٠٠٦ کال راهیسې په دې ایالت کې شاوخوا ۴٠ ژورنالیستان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG