د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې هوايي برید ۲ سرتېري او ۳پاڅون کوونکي وژلي


د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کې د ملي اردو دوه سرتېري او درې سیمه ییز پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

دغه هوایي برید تېره شپه ناوخته د نازیانو ولسوالۍ په مورچه کلي کې پر ملي اردو او سیمه ییز پاڅون کوونکو شوی دی.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند جګړن هارون یوسفزي امریکا غږ ته وویل چې په دغه هوايي برید کې د ملي اردو دوه برید ملان وژل شوي او یو زخمی دی.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دغه برید په تېروتنه شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې سیمه کې بمبار شوی، خو وايي، د مرګ ژوبلې په اړه ‌‌‌‌‌‌ډېر معلومات نه لري.

په نازیانو ولسوالۍ کې وړمه ورځ د داعش پر ضد د ملي اردو او پنځه سوه پاڅون کوونکو عملیات پیل شوي وو.

د نازیانو ولسوال قاضي طارق وايي، پېښه شوې خو سیمه له دوی لرې ده او کره معلومات نه دي ور رسېدلي.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو تر دامهاله د دې هوايي برید په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG