د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین 'جنګي مجرم' دی


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د مارچ ۱۶(کب ۲۵) د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین "جنګي مجرم" وباله.

بایډن په داسې حال کې پوتین جنګي مجرم بللی چې پر اوکراین د روسیې نظامي یرغل د ګڼ شمیر ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوی او د "تیاتر" هغه ودانۍ چې پکې سلګونو ملکي کسانو ځانونه خوندي کړي وو، د روسي ځواکونو له خوا بمبار شوې ده.

د بندري ښار ماریوپول چارواکي نن د تیاتر په ودانۍ کې د وژل شویو کسانو په حساب بوخت وو . د دي ځایه غلیظ لوګی پورته کیده.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د خپلې وینا پرمهال وویل:"زړه مې ماتیږي کله چې وینم روسیه زموږ له خلکو او زموږ له ماریوپول سره څه کوي."

دا په اوکراین کې پر ملکي‌ وګړو د روسي ځواکونو تازه برید دی، هغه ځای چې یادو ځواکونو تر دې مخکې د خلکو د استوګنې کورونه، روغتونونه، امبولانسونه او د ملکي وګړو کتارونه چې د خوړو د ترلاسه کیدو لپاره ولاړ وو، په نښه کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا جمهور رئیس خپل روسی سیال "جنګي مجرم" بللی دی.

کرملین بیا بایډن ددغو څرګندونو په غبرګون کې هغه "د نه منلو او نه بښلو " وړ بللي‌ دي.

له دې مخکې ، د متحدو ایالتونو سنا مجلس د یوه پریکړه لیک په تصویب سره د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د "جنګي جنایتکار" په توګه محکوم کړ.

وتلي جمهوري غوښتونکي سناتور لندسي ګراهام دا پریکړه لیک سنا مجلس ته وړاندې کړ او د دواړو دیموکراتو او جمهوري غوښتونکي ګوندونو غړو د رایو په اکثریت سره ملاتړ ورڅخه وکړ.

پریکړه لیک د جرایمو نړیواله محکمه او نور هیوادونه هڅولي چې پر اوکراین د روسیې د نظامي برید پرمهال د جنګي جنایاتو په اړه په هر ډول څیړنو کې روسي پوځيان په نښه کړي.

اوکرایني‌ مقاماتو ویلي دي چې د روسیې د برید پرمهال د ۱۰۳ ماشومانو په ګډون په سل ګونه کسان وژل شوي او څه باندې درې میلیون اوکراینیان نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG