د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په اوکراین باندې د هوايي او توغندیو د بریدونو اعلان ورکړ 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

روسیې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږې۲۲) اعلان وکړ چې د اوکراین په ټولو پوستو او ځایونو باندې به هوايي،‌ د راکټونو او توپخانو بریدونه کوي.

روسیې د اوکراین سرتېري تورن کړي دي چې په ځینو بېرته نیول شویو سیمو کې یې له ولسي‌ خلکو سره ناوړه چلند کړی دی.

د روسیې ځواکونه مجبور کړل شول چې له ځینو سیمو څخه په شا شي. د اوکراین ځواکونه وايي چې روسي ځواکونه یې د دغه هېواد په شمال شرق او په خاص ډول د خارکیف په سیمه کې په شا تنبولي او سیمې یې نیولې دي.

د روسیې ځواکونو همدغه راز ویلي دي‌ چې د دونسک په سیمه کې یې د سلوویانسک او کانستانتینو په ښارګوټو کې یې هم د اوکراین په ځواکونو بریدونه کړي دي.

د ولسمشر پوتین ویاند د یمتبري پسکوف وویل چې د خارکیف په سیمه کې له ولسي خلکو سره د «ظالمانه» چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

ښاغلي پسکوف ادعا کړې ده چې د اوکراین ځواکونو ولسي خلک شکنجه کړې هم دي.

د اوکراین ځواکونه وايي‌ په یو کلي کې یې چې له روسي ځواکونو څخه یې بېرته نیولی دی، څلور جسدونه موندلي چې د شکنجې نښې نښانې په کې لیدل کېږي.

په سیمه کې څارنوالۍ ویلي‌ دي چې روسي ځواکونو ولسي خلک وژلي دي. د څارنوال دفتر د جنګي جرایمو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

روسي ځواکونه د اوکراین په جګړې کې په وار وار په جنګي جرایمو تورن شوي دي، خو هغوی دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG