د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ د افغانستان-سري لانکا دویمه لوبه د باران له کبله بې نتیجې ختمه شوه


افغانستان لومړۍ لوبه ګټلې وه
افغانستان لومړۍ لوبه ګټلې وه

د سري لانکا د کینډي په ښار کې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو دویمه سیالي د باران له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده.

دا سیالۍ د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د مستقیم ورتګ لپاره کېږي چې هر بري سره لوبډلې ته ۱۰ نومرې ورکول کېږي، په دې ترتیب د افغانستان او سري لانکا د لوبې ۱۰ نومرې په دواړو لوبډلو باندې مساوي ووېشل شوې.

افغانستان لومړۍ لوبه ګټلې وه او په دویمې لوبې کې یې نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ ۶) کوربه ټیم ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه، خو د سري لانکا د توپ وهنې په وخت بیا باران وشو او له ۲.۴ اورو وروسته لوبه نا تمامه اعلان شوه.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي پچه وګټله او د لومړي بیټینګ کولو پرېکړه یې وکړه.

رحمان الله ګربز په ۷۳ توپونو له ۶۸ منډو کولو وروسته وسوځېد. رحمت شاه ۵۸ او محمد نبي ۴۱ منډې وکړې.

د افغانستان د توپ وهلو په برخه کې نن ابراهیم ځدران او نجیب الله ځدران ښه و نه ځلېدل، دواړه له لسو لږ منډو کولو وروسته وسوځېدل او همدا یو لامل ګڼل کیږي چې افغانستان نن مقابل لوري ته د جمعې د ورځې د لوبې په پرتله، ټیټ هدف وټاکه.

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لوبې په هند کې کېږي.

ددغه جام دپاره هند او د سر اووه نور هېوادونه په اتومات ډول په لوبو کې برخه لري. دوه ټیمونه له جام وړاندې د غوراوي په لوبو کې د پواینټونو د شمېر له مخې ټاکل کیږي تر څو نړیوال جام سیالیو ته لار مومي چې افغانستان او سریلانکا هم پدې کتار کې راځي.

XS
SM
MD
LG