د لاس رسي وړ اتصالات

سودان کې د ۲۴ ساعتونو اوربند وشو او په امریکايي کاروان برید شوی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن له فشارونو وروسته په سودان کې د جګړې د دخیلو غاړو ترمنځ د ۲۴ ساعتونو لپاره اوربند وشو.

تر دغه اوربند مخکې په خرطوم کې د متحدو ایالتونو د دپلوماتانو په کاروان باندې هم ډزې شوې دي. په سودان کې د پوځ د مشر او د هغه د مرستیال د ډلو ترمنځ جګړه شاوخوا څلور ورځې مخکې پیل شوه چې د راپورونو له مخې تر دې دمه په کې شاوخوا ۱۸۵ کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه دا جګړه په سودان کې یوه بشري کړکیچ بولي. اوربند به په ځايي‌ وخت د سه شنبې په ماښام په ۶:۰۰ تر روژه ماتي لږ مخکې پیلېږي. د پوځ جنرال شمس الدین کباشي د العربیه تلویزون ته وویل چې اوربند به له ۲۴ ساعتونو څخه ډېر نه وي.

د سه شنبې په سهار په خرطوم کې د ډزو، چاودنو او الوتکو غږونه اورېدل شوي دي. د خرطوم ورڅېرمه سیمو کې اوسېدونکو‌ ویلي دي چې د هوايي بریدونو او د الوتکو ضد توغندیو غږونه یې اورېدلي چې ودانۍ یې لړزولې دي. ملګرو ملتونو ویلي دي‌ چې د سودان په لویدیځ کې هم جګړه شوې ده.

په یوې خپرې شوې ویدیو کې،‌ چې رویټرز اژانس یې تائیدوي،‌ د چټکې همکارۍ ځواک سرتېري‌ په خرطوم کې د پوځ د مرکز په یوې برخه کې لیدل کېږي، خو راپور وايي نه ښکاري‌ چې دا جنګیالي دې په دې برخې کنترول ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې په جاپان کې یې غږېده وویل چې د سودان د جګړې له دخیلو دواړو جنرالانو عبدالفتاح البرهان او د نیمه پوځي ځواک د مشر محمد حمدان داګلو سره یې په تیلیفون کې خبرې کړې دي.‌ وايي له هغوی یې غوښتي‌ چې اوربند وکړي چې «سودانیان وکولای شي‌ له خپلو کورنیو سره یوځای» شي او د ارامې ساه واخلي.

جنرال البرهان په ۲۰۲۱ کې د لویو مظاهرو په ترڅ کې د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته د سودان د و اکمنې شورا مشر شو او جنرال داګلو په دغې شورا کې د البرهان مرستیال دی.

د دوی ترمنځ جګړې په سودان کې، چې څو لسیزې په کې مطلق حاکمیت او د پوځ واکمني ‌وه، د نړیوالو له ملاتړه د یوې برخمنې ولسي‌ دموکراتیکې واکمنۍ د راتګ مخه نیولې ده.

انتوني بلینکن وویل چې د متحدو ایالتونو د موټرو په کاروان باندې، چې دپلوماتیک نمبر پلیټونه یې لرل او د امریکا بیرغونه هم پرې ځړول شوي وو،‌ پرې برید شوی دی. نوموړی دا برید «بې پروايي» وګڼله او ویې ویل چې لومړي‌ راپورونه وايي د چټکې همکارۍ ځواک دا برید کړی دی.

د بلینکن له تیلیفون وروسته د دغه ځواک مشر وویل چې دوی د ۲۴ ساعتونو اوربند کوي چې ملکي‌ خلکو ته د وتلو خوندي لاره پیدا شي او د زخمیانو درملنه وشي.

جنرال داګلو په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې له انتوني بلینکن سره یې په حساسو موضوعګانو خبرې وکړې او د نورو خبرو پلان یې هم ترتیب کړی دی. د دغه جنرال د ځای ځایکي په اړه دقیق معلومات نشته. د چټکې همکارۍ ځواک په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د خپلو خلکو د حقونو لپاره جنګېږي.

دا ملېشه نیمه پوځي ځواک مخکې د عمر البشر په ننګه جنګېده، اوس هڅه کېږي چې د سودان په پوځ کې مدغم شي، خو داسې ښکاري چې دا هڅې له ناکامۍ سره مخامخې دي او د جګړې یو علت هم دا کار بلل کېږي.

تر دې مخکې د یکشنبې د ورځې لپاره هم اوربند شوی و چې عملي نشو او د کوڅه په کوڅه جګړو له کبله اوسېدونکي او بهرنیان په خپلو کورونو کې دننه اېسار پاتې شول. د سودان مهم هوايي‌ ډګر باندې هم برید شوی او تجارتي پروزاونه ځنډول شوي دي.

جګړه مارانو د اروپايي ټولنې په یو استازي باندې د هغه په کور کې برید کړی او همدغه راز د خیریه ادارو په کارکوونکو، روغتونونو او دپلوماتانو یې هم بریدونه کړي دي.

د شنبې په ورځ د خوړو د نړیوال سازمان درې کارکوونکي ووژل شول او د ملګرو ملتونو یوه الوتکه د خرطوم په هوايي ډګر کې په ډزو ولګېده.

د سره صلیب او هلال احمر نړیوالو ادارو ویلي دي‌ چې په خرطوم کې د بشري مرستو رسول ناممکن شوي دي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانم غبریوس په ژینوا کې په یو خبري کنفرانس کې وویل:‌ «زه غواړم چې ډېر یې واضحه ووایم: ټولې ډلې باید صحي ډلو ته خوندي او له محدویت پرته لاره ورکړي‌ چې زخمیانو ته او هغوو خلکو ته چې طبي وقایې ته ضرورت لري، ځان ورسوي. »

XS
SM
MD
LG