د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا چین ته خبرداری ورکړ چې جنوبي بحیرې کې پاروونکي اقدامات بند کړي


د جنوبي چین په بحیرې کې د فلیپین د بحري ځواکونو کښتۍ.
د جنوبي چین په بحیرې کې د فلیپین د بحري ځواکونو کښتۍ.

متحده ایالاتو شنبه اپریل ۲۹ (غوایي۹) د چین څخه غوښتي چې د چین په جنوبي بحیرې کې د پاروونکو او ناخوندي" کړنو څخه لاس واخلي.

امریکا دا غوښتنه وروسته تر هغه وکړله چې د چین په جنوبي بحیرې کې د فلیپین د ساحلي ګارډ او چینایي ځواکونو کښتۍ نږدې وه سره وجنګیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند میتیو میلر د دې پیښې په هکله په اعلامیې کې ویلي ، " دا پیښه په جنجالي اوبو کې د چین لخوا د فلیپین د کښتیو ځورول او ګواښل څرګندوي".

په اعلامیې کې همدرانګه د بیجنګ څخه غوښتل شوي چې دا ډول پاروونکي او ناخوندي کړنې دې بندې کړي." په اعلامیې کې راغلي، " د فلیپین په وسله والو ځواکونو هر ډول برید به د متحده ایالاتو د ځواب ویلو سبب شي."

متحده ایالاتو د چین په جنوبي بحیرې کې پداسې وخت کې چین ته دا خبرداری ورکړی چې ټاکل شوې د فلیپین جمهور رئیس فردیناند مارکوز جونیر دوه ورځې وروسته په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري.

که له یوې خوا د چین او متحده ایالاتو اړیکې دومره سړې شوې چې په تاریخ کې ساری نلري خو بل پلو بیا د متحده ایالاتو جمهور رئیس هلې ځلې کوي په اسیا کې د خپلو متحدینو سره اړیکې لا قوي او پراخې کړي.

بیجنګ د جنوبي چین د ټولې بحیرې د مالکیت ادعا لري خو د فلیپین په ګډون څو نور آسیایي هیوادونه هم پدې اوبو کې د خپل مالکیت برخې لرلو دعوا لري.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ ویلي وو چې د جنوبي چین په بحیرې کې د فلیپین کښتۍ د چین د اجازې پرته داخلې شوې وې او دا یې له "مخکې پلان شوې او پاروونکې" کړنه وبلله.

خو بل پلو بیا مانیلا ټینګار کوي چې دې کښتۍ "زمونږ خپلو اوبو کې" عادي ګزمه کوله او پدې یې هم ټینګار کړی چې دا کړنه له مخکې پلان شوې نه وه او نه هم پارونکې وه.

د فلیپین چارواکو همدارنګه ویلي چې د کښتیو دا ګزمې به یې ادامه ولري.

د دې پیښې څخه یوازې څو ورځې وړاندې د فلیپین جمهور رئیس د چین د بهرنیو چارو وزیر د خبرو لپاره مانیلا ته وربللی و چې په بحر کې د اوبو پر سر د ستونزو او جنجال په کمولو ورسره وغږیږي.

د فلیپین جمهور رئیس ټینګار کوي چې په بحیرې کې به چین پرې نږدي چې د دې هیواد د اوبو په برخې خیټه واچوي او د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې متحده ایالاتو ته مخه کړې.

امریکا او فلیپین څو اوونۍ وړاندې خپل تر ټولو ستر ګډ نظامي تمرینونه وکړل او د همدې میاشتې په سر کې فلیپین وویل چې امریکایي ځواکونه به پدې هیواد کې د پنځو نظامي اډو په ګډون چې له وړاندې امریکایي ځواکونو ورته لاسرسی درلود، څلورو نورې نظامي اډې یې هم په ګوته کړي چې امریکایي ځواکونه به ورته لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG