د لاس رسي وړ اتصالات

د تریاکو د بدیلو کښتونو له کرکېلې سره بلد نه یو – د تریاکو پخواني کروندګر


د تریاکو د بدیلو کښتونو له کرکېلې سره بلد نه یو – د تریاکو پخواني کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

په کندهار کې د تریاکو یو شمېر پخواني کروندګر وايي، د کرنیزو اوبو د کمښت ترڅنګ د تریاکو د بدیلو کښتونو له کرکېلې سره نه یوازې بلد ندي، بلکې ښو تخمونو ته هم لاسرسی نه لري.

په کندهار کې د تریاکو یو شمېر پخواني کروندګر وايي، د کرنیزو اوبو د کمښت ترڅنګ د تریاکو د بدیلو کښتونو له کرکېلې سره نه یوازې بلد ندي، بلکې ښو تخمونو ته هم لاسرسی نه لري.

عبدالولي یو له هغو بزګرانو دی چې پخوا به یې تریاک کرل. دی وايي، چې په کندهار کې د کوکنارو کر له ډیر وخت څخه دود وه او کروندګرو هم تر ډیره بریده د تریاکو حاصلاتو ته تر نورو حاصلاتو ترجیح ورکوله، ځکه چې ګټه یې سمدستي د کروندګرو لاسته ورتلله.

هغه وايي:"د تریاکو ګټه دستي زموږ تر لاسه پورې‌ را رسېدل، خو اوس چې بند شوي موږ کوښښ کوو چې نوي تخمونه تجربه کړو. زه اوس له بل کرونده ګر څخه مرسته غواړم چې د هینجې نهال (ريښه) ترې واخلم او په خپله ځمکه یې وکرم."

عبدالولي وایي په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت تر بندیز وروسته زیات کروندګر اوس د نویو تخمونو د تجربه کولو په هڅه کې دي.‌

عبدالولي زیاتوي، زیاتره کرونده ګر وایې چې د تریاکو له کښت سره یې بلدیت درلود، کوکنارو هر ډول تخم یې پيژانده خو اوس غواړي چې د هنجې په څېر د ګټورو تخمونو کښت تجربه کړي.‌

دی زیاتوي چې زیاتره ځمکه وال د غنمو او زیرې کښت کوي، ځکه چې په دودیزه بڼه یې کښت له پخوا څخه په سیمه کې رواج لري.‌

له بلې خوا په کندهار کې د هینجې کښت ته ځکه زیاتو کروندګرو مخه کړې چې د هینجې عاید تر نورو نباتاتو په ملي او نړیوال مارکیت کې ښه دی.

XS
SM
MD
LG