د لاس رسي وړ اتصالات

هسپانیې، ناروې او ایرلنډ فلسطیني دولت په رسمیت وپيژنده


د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین اید (ښۍ)، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر هوزې البارس (منځنی) او د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر مایکل مارټین.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین اید (ښۍ)، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر هوزې البارس (منځنی) او د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر مایکل مارټین.

هسپانیې، ناروې او ایرلنډ د سه شنبې په ورځ می ۲۸ (غبرګولي اتمه) فلسطیني دولت په رسمیت وپيژنده. اسرائیل دا پریکړه غندلې او دا یې د حماس ډلې لپاره "جایزه" بللې ده.

درې واړو هېوادونو ویلي چې دا سمبولیکه پرېکړه یې ښايي نور هېوادونه وهڅوي چې ورته ګام پورته کړي.

د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانچیز نن د خپلې کابینې له غونډې وړاندې وویل: "د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندل نه یوازې د تاریخي عدالت موضوع ده، بلکې د سولې د ټینګښت لپاره یوه مهمه اړتیا ده."

هغه زیاته کړه چې د حکومت دغه پرېکړه یې د اسرائیل په ګډون د هیچا پر ضد نه ده، بلکې دا په راتلونکي کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ ممکنه لار ده چې له مخې یې د اسرائیلي دولت تر څنګ یو فلسطیني دولت موجود وي.

هسپانیا، ناروې او ایرلنډ تیره اونۍ اعلان وکړ چې د می په ۲۸مه به په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

د ناروي چارواکو د فلسطیني دولت د رسمیت پیژندلو د پرېکړې تود هرکلی کړی او دا یې یوه "ځانګړې ورځ" بللې ده.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بارت اید په یو بیان کې وویل: "ناروې له ۳۰ کلونو راهیسې د فلسطیني دولت یو له خورا زړورو مدافعینو څخه دی... دا ورځ چې ناروې په رسمي توګه فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پیژني، د ناروې او فلسطین د اړیکو لپاره ځانګړې ورځ ده."

د ایرلنډ صدراعظم سایمن هاریس د خپلې کابینې غونډې ته وویل چې د فلسطین دولت په رسمیت پیژندل نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې تاسو د یو هیواد په توګه د دوه دولتونو د حل لارې هیلې ژوندي ساتلو لپاره عملي ګامونه پورته کولی شئ.

اسرائیل دا پریکړه غندلې، او دا یې په غزه کې د اوو میاشتو ویجاړوونکې جګړې وروسته، د حماس د اورپکو لپاره "جایزه" بللې ده.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز له دغه اعلان سمدستي وروسته وویل چې له دغو دریو هېوادونو څخه یې خپل سفیران ورغوښتي او د هغوی سفیران یې د خبرو لپاره احضار کړي دي.

د انتقادونو سره سره، بارت اید د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې په رسمي توګه د فلسطیني ادارې صدراعظم محمد مصطفی ته د ناروې د پریکړې په اړه خبر ورکړ.

بارت اید د سه شنبې په ورځ وویل: "دا د خواشینۍ وړ ده چې د اسرائیل حکومت رغنده ژمنتیا نه ښیې." نوموړي همدارنګه په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دوه دولتونو حل لارې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

هغه وویل: "زه باور لرم چې د فلسطین حکومت به د سختو اصلاحاتو کار ته دوام ورکړي او د اوربند وروسته به په لویدیځه غاړه او غزه کې د حکومتدارۍ لپاره زمینه برابره کړي."

د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه دا وخت ۱۴۵ یې فلسطیني دولت په رسمیت پېژني.

سویډن په ۲۰۱۴ کال کې د اروپایي اتحادیې لومړنی غړی هېواد شو چې فلسطیني دولت یې په رسمیت وپیژاند، ورپسې بلغاریا، قبرس، چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او رومانیا هم دا کار وکړ.

بل خوا، وړمه شپه د غزې په جنوبي ښار رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یو کمپ باندې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي برید کې ۴۵ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیل دا برید یوه "خواشینوونکې تېروتنه" بللې او ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په رفح کې د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG