د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطینیانو مشر محمود عباس په امریکا غږ وکړ چې اسرائیل ته وسلې ورکول ودروي


د فلسطینیانو مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې خبرې کوي
د فلسطینیانو مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې خبرې کوي

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس په غزې او لویدیځې غاړې کې د وینې تویدو د بندولو لپاره له نړیوالې ټولنې او په خاص ډول له متحدو ایالتونو څخه وغوښتل چې اسرائیل ته د وسلو ورکول ودروي.

عباس د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې پنځمه) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې په خپلې وینا کې امریکا ته اشاره وکړه، چې اسرائیل ته وسلې انتقالوي او د امنیت په شورا کې هغه پرېکړه لیکونه ویتو کوي چې په غزې کې د حماس په ضد روانه جګړه غندي.

هغه وویل: «دا جرم ودروئ. همدا اوس یې ودروئ. د ښځو او ماشومانو وژل بند کړئ. نسل وژنه بنده کړئ. اسرائيل ته د وسلو استول بند کړئ.»

محمود عباس زیاته کړه: «دا لیونتوب دوام نه شي کولای. په غزې او لویدیځې غاړې کې چې زموږ له خلکو سره څه پېښېږي، ټوله نړۍ یې مسئوله ده.» هغه وویل چې امریکا د امنیت په شورا کې د خپلې ویتو له حق څخه استفاده کوي او وايي چې «نه. دا جګړه دې روانه وي».

په غزې کې له هغه وروسته جګړه پیل شوه، چې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائیل بریدونه وکړل، تقریبآ ۱۲۰۰ تنه یې ووژل او ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې څه باندې ۴۱۰۰۰ کسان وژل شوي، خو د اسرائيل پوځ وایي چې په وژل شویو کې زرګونه د حماس جنګیالي دي.

محمود عباس په خپلو خبرو کې وویل چې متحده ایالتونه «اسرائیل په وژنکو وسلو تجهیز کړی چې د زرګونو بې کناه ولسي خلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو لپاره کارول کېږي. دغه کار اسرائيل نور هم هڅولی چې یرغل روان وساتي. هغه وویل چې اسرائيل «د دې وړ نه دی چې د ملګرو ملتونو غړی» وي.

عباس وویل چې په غزې کې د جګړې له ختمېدو وروسته د فلسطین خپلواکه اداره باید د غزې تړانګې بشپړ کنترول ولري، اسرائيل د دغه دریځ مخالف دی.

خو په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ډاني ډانن د عباس «د ۲۶ دقیقو دغه څرګندونې وغندلې» چې په خبره یې یو ځل یې هم د حماس نوم یاد نه کړ، چې د جګړې د پیل عامل دی.

هغه وویل: «د هغه تر مشرۍ لاندې د فلسطین خپلواکه اداره ترهګرو ته تنخوا ورکوي چې اسرائیلیان ووژني: هر څوک چې ډېر ووژني،‌ عباس ورته ډېرې پېسې ورکوي.» ډانن وویل عباس چې بیا په ملګرو ملتونو کې خبرو ته ودرېږي، «د سوله ایز حل» خبرې کوي او «تر دې بل لوی منافقت او درواغ نه شته».

د اسرائيل سفیر زیاته کړه: «د ترهګرۍ او نفرت په وړاندې د عباس یو میراث د هغه دوامداره کمزورتیا ده.»

خو عباس وویل: «له اولې ورځې څخه زه ټېنګار کوم چې دا جګړه دې سمدستې بنده شي. ما د ولسي خلکو وژل غندلي دي او دې ته مې نه دي کتلي چې دوی څوک وو، د کومې غاړې خلک وو او د کوم ځای خلک وو. ما له دواړو غاړو څخه غوښتي چې بندیان او یرغمل شوي پرېږدي.»

محمود عباس تر دې مخکې تېره اونۍ په مادرید کې د اسرائيل-فلسطین د شخړې د حل لپاره د سولې د کنفرانس جوړولو غوښتنه وکړه. د حماس او اسرائیل ترمنځ خبرې له څو میاشتې راهېسې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په عمومي‌ اسمبلۍ کې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب هم خبرې وکړې. اسرائیل له څو ورځو راهېسې په لبنان کې د حزب الله په ضد هوايي بریدونه کړي او ټاکل شوې چې د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې وغږېږي.

د دغه راپور ځینې معلومات د فرانس پرس، اسوشیتډپرس او رویټرز اژانونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG