د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ځینو کروندګرو د کوکنارو د بدیل په توګه د ګلپيو کښت ته مخه کړې


د کندهار ځینو کروندګرو د کوکنارو د بدیل په توګه د ګلپيو کښت ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

په کندهار کې کروندګرو د کوکنارو د بدیلو کښتونو په لړ کې د ګلپیو کر ته مخه کړې ده. که څه هم د ګلپیو کښت په ختیځو ولایتونو کې ډېر رواج لري، خو اوس په کندهار کې هم کرل کیږي.

د کندهار یو کروندګر خان محمد وایي، چې ګلپي د ژمي په موسم کې کرل کیږي او په خبره یې، نه یوازې د مارکېټ غوښتنه یې لوړه ده، بلکې کروندګر ته هم ښې پیسې جوړوې. نوموړی زیاتوي چې پخوا یې د کوکنارو کښت کاوه، خو اوس د سیمې زیاتره کروندګرو د سبزیو کښتونو ته مخه کړې ترڅو د کورنیو لګښتونه پوره کړي.
دا پداسې حال کې دی، چې په تیرو څو کلونو کې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د سبزیو د کښتونو ترویج زیات شوی، چې له امله یې د سبزیو د مارکېټ یوه برخه اړتیا له کورنیو تولیداتو څخه پوره کیږي.

XS
SM
MD
LG