No media source currently available
د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره، د بلوچستان ایالت د کويټې ښار ته د راکډه شويو افغان کډوالو لويه برخه له بد وضعيت سره مخ ده. دوی د قانوني اسنادو د نه لرلو په وجه نه په لوی زړه کاروبار کولی شي او نه يې ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري.
د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک يو له دغو افغان کډوالو سره ليدلي او د هغوی وضعيت يې پوښتلی.