یو ایراني نظامي چارواکي د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د کټارو او دیوال د جوړولو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي دي چې ددغه سرحد شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سیمه باید چې د دیوال پواسطه بنده شي.
د ایران خبري اژانس ایرنا د شنبې په ورځ مارچ اول ( کب ۱۱) د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو د مهندسۍ د ادارې رئیس حسین موسوي له قوله ویلي چې دا اقدام ایران ته د " تروریستانو او نشه يي توکو د قاچاقبرانو" د ننوتلو د مخنیوي په هدف کیږي.
موسوي ویلي چې اوس مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د ۳۰ کیلومترو څخه زیاته سیمه کې دیوال جوړ شوی او د ۵۰ کیلومترو نورې سیمې د بندولو لپاره د دیوال درولو ساختماني توکي تولید شوي او نصبولو ته چمتو دي.
هغه وویل: " افغانستان سره د ایران له سرحد څخه او د ایران څخه د پاکستان تر سرحده شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سیمه باید وتړل شي. دا کار به په یوه اته کلنه موده کې وشي چې هدف یې د قاچاقو او تروریستي ګواښونو مخنیوی دی. په شمال ختیځه حوزه کې ددې کار مسولیت د پوځ ځمکني ځواکونو او په جنوب ختیځ کې یې مسوولیت د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو په غاړه دی."
ایران د افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کیلومتر اوږد سرحد لري. ددې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان سره ددغه هیواد د سرحد په اوږدو کې د دیوال په جوړولو باندې کار کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران د حکومت ددې اقدام په اړه تیر۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې ویلي و چې ایران باید دا کار د طالبانو د حکومت سره په تفاهم کې ترسره کړي.
هغه ویلبي وو: "په کار نه دي چې هیڅ هېواد له افغانستان څخه اندېښنه ولري د ایران اسلامي جمهوریت په ګډون ټول هیوادونه باید ډاډه اوسي، چې د افغانستان څخه ورته زیان نه رسیږي، ځکه چې په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ دی".
په ایران کې سلګونه زره افغان کډوال ژوند کوي.
فورم \ دبحث خونه