د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د امریکا نوې ستراتیژۍ باید د افغانستان د سیاسي مشرانو له خوا وڅیړل شي


ښاغلي عبدالله په کابل کې د 'شهید اونۍ' او د احمدشاه مسعود د شپاړسم تلین په مراسمو کې د وینا پر وخت
ښاغلي عبدالله په کابل کې د 'شهید اونۍ' او د احمدشاه مسعود د شپاړسم تلین په مراسمو کې د وینا پر وخت

افغان حکومت د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان لپاره ګټوره ګڼي، خو ټینګار کوي، چې دغه ستراتیژي باید د افغانستان د سیاسي مشرانو له خوا وڅیړل شي.

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د 'شهید اونۍ' او د احمدشاه مسعود د شپاړسم تلین په مراسمو کې وینا کوله وویل، د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر سر د افغان سیاسي مشرانو بحث ضروري دی.

ښاغلی عبدالله وایي په دې باور دی چې د ستراتیژۍ عمده او اساسي ټکي لکه د افغانستان له جګړه‌ييزو فعالیتونو څخه ملاتړ، [په پاکستان] د فشارونو راوستل او داسې نورې مسلې، مثبت ټکي دي چې د هغه په وینا "په دې برخه کې به انشاالله له خپلو مشرانو سره یو بحث هم ولرو".

د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې خپل هوايي بریدونه زیات کړي، د بګرام هوايي ډګر ته یې زیات شمیر پیلوټان استولي او ټاکل شوې چې افغانستان ته د ۳۵۰۰ تازه دمو سرتیرو په استولو سره په دغه هیواد کې د امریکايي ځواکونو شمیر ۱۴۰۰۰ زرو ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې نوې ستراتيژي یې مهالویش پورې تړلې نه ده، بلکې د شرایطو او غوښتنو پر بنسټ عملي کیږي.

خو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د امریکا نوې ستراتیژي باید افغانستان د سیالیو نه بلکې د سیمه‌ییزو همکاریو په ډګر بدل کړي "له خپلو ټولو ګاونډیو، له امریکا، له لویو هیوادونو څخه غواړم، چې له افغانستان څخه د خپلو د سیالیو ځای جوړ نه کړي، افغانستان دې د هغوی د همکاریو او دوستۍ ځای وي".

ښاغلي کرزي په نوې ستراتیژۍ کې د پاکستان په اړه د امریکا دریځ ته په اشارې له اسلام‌اباد څخه وغوښتل، چې له کابل سره د سولې لاره ونیسي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس محمدکریم خلیلي وايي، حکومت باید د جګړې د پای ته رسولو لارې چارې ولټوي "موږ هغه مهال کولی شو، چې په هره برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړو، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه لاره پیدا کړو". هغه وایي د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید په ملي یووالي سره مخ پر وړاندې لاړ شو.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانگړي استازي د دفتر سرپرستې ایلیس ویلز امریکا غږ ته ویلي، چې امریکا به طالبان په جنگ کې بریالیتوب ته پرینږدي او داسې شرایط به برابر کړي، چې طالبان بالاخره د افغانستان د مسلې سیاسي حل او مذاکراتو ته غاړه کیږدي.

آغلې ویلز دغه راز ویلي، خبرو ته د طالبانو د اماده کولو لپاره امریکا د پاکستان په گډون د سیمې له یو شمیر هیوادونو سره هم اړیکې نیولي دي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې د پاکستان له خوا د تروریستي ډلو لپاره د خوندي پناه‌ځایونو د جوړولو په تړاو نور چوپ پاتې کیدلی نه شي.

XS
SM
MD
LG