د لاس رسي وړ اتصالات

غواړو لومړنۍ ټسټ لوبه کې د افغانستان غم په خوشحالۍ بدل کړو- ستانکزی


اصغر ستانکزی دا مهال په هند کې له افغان لوبغاړو سره یو ځای په تمرین بوخت دی
اصغر ستانکزی دا مهال په هند کې له افغان لوبغاړو سره یو ځای په تمرین بوخت دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزی وايي لوبډله یې ښه روانه ده او هڅه کوي چې له هند سره په تاریخي ټسټ کې ښه لوبه وکړي.

اصغر ستانکزي دا څرګندونې د هند د ګریټر نویډا په لوبغالي کې کړي دي. دغلته افغان کرکټ لوبغاړي له هند سره د ټسټ لوبې ته تمرینونه کوي.

ستانکزي چې کله د فرانسې له خبري اژانس سره دا مرکه کوله، په کابل کې د داعش ډلې په بریدونو کې لسګونه افغانان وژل شوي او ژوبل شوي وو.

کپټان ستانکزي وویل "هره کله چې په خپل هېواد کې د برید خبر اورو، غمژن کیږو، ډېره سخته ده." خو ښاغلي ستانکزي وویل "موږ مورال له لاسه نه ورکوو. په داسې حالت کې موږ خپلې هڅې څو برابره کوو چې لوبې وګټو. ټول ولس زموږ بري ته منتظر وي او زموږ په ګټې خوشحاله کیږي."

ټاکل شوې چې د جون د میاشتې په ۱۴ افغانستان له هند سره خپله لومړنۍ ټسټ لوبه وکړي، دا لوبه ځکه تاریخي بلل کیږي چې د افغانستان لومړنی ټسټ دی.

افغانستان تېرکال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو او د ټسټ سیالیو امتیاز یې ترلاسه کړ.

دا لوبه په هند کې کیږي او د هند په میدانونو کې تر ډېره ورو یا سپن بالران ښه ځلیږي. اصغر ستانکزی وايي افغان لوبډله د راشد، مجیب او نبي غوندې ورو توپ اچوونکي لري چې هند ته به سرخوږی جوړوي.

هند وار دمخه له افغانستان سره دغې سیالۍ ته لوبډله اعلان کړې ده چې مشهور لوبغاړی ویرات کوهلي په کې نشته. کپټان ستانکزي وویل"د هند ټول لوبغاړي د ویرات کوهلي غوندې پیاوړي دي خو موږ له کوهلي سره لوبه نکوو، بلکې د هند له لوبډلې سره یي کوو."

ښاغلي ستانکزي وویل ټوله هڅه به یې دا وي چې ښه لوبه وکړي او "ګټل او بایلل خو د لوبو برخه" ده.

تر دې مخکې راشد خان امریکا غږ ته ویلي وو چې هند قوي ټیم دی خو افغانستان به هم ښه لوبه کړي. محمد نبي بیا د هند تلویزون ته په مرکې کې ویلي وو "موږ نغواړو چې خپل لومړنی ټست وبایلو".

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG