د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني امریکا ته مطلوب ترهګر ترکیې ته واستوه


جرمني نه دي ویلي چې دغه مشکوک ترهګر څومره وخت بندي و
جرمني نه دي ویلي چې دغه مشکوک ترهګر څومره وخت بندي و

په خټه ترکی آدم یلمز له ترهګرو سره د ملاتړ په تور په جرمني کې بندي و.

د جرمني حکومت آدم یلمز چې امریکا غوښته، د ترکیې حکومت ته سپارلی دی. امرکایي چارواکي وایي چې ښاغلي یلمز په افغانستان کې په امریکايي ځواکونو باندې په برید کې لاس لره.

واشنګټن له جرمني غوښته چې دا مشکوک ترهګر د امریکا حکومت ته وسپاري. د فرانګفورت محکمې تېره شنبه پرېکړه وکړه چې هغه دې ترکیې ته وسپارل شي.

د اسوشیتډپرس د راپور له مخې محکمې وویل چې هغه په جرمني کې سزا لیدلې ده او که امریکا ته وسپارل شي، د یو جرم بله سزا به هم ورکړل شي.

د هغه د بند موده د اکتوبر په میاشت کې پوره شوې وه، خو محکمې د متحدو ایالتونو د غوښتنې له کبله هغه څو نورې میاشتې هم په زندان کې پاتې شو. دجرمني چارواکي وايي چې ادم یلمز د فبروري په پنځمه خوشې شوی دی.

XS
SM
MD
LG