د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پولیسو پر حوزې برید؛ ۲۳ تنه ټپیان شوي


چارواکي وايي چې د کندهار ولایت په عینو مینې سیمه کې د پولیسو پر یولسمې حوزې د موټربم برید شوی دی.

برید نن د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ پنځمه) سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې شوی دی.

د کندهار د یولسمې حوزې مرستیال موسی کلیم امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې ۲۳ تنه ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ۱۷ پولیس او شپږ ملکي وګړي په ټپیانو کې شامل دي.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون ډاکټران وايي چې د پېښې له ځای څخه ۲۳ ټپيان دغه روغتون ته وروړل شوي چې اکثره یې برسیرن ټپيان وو او له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د دوی په وینا پنځه ټپیان لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی پېښه تائیدوي خو وايي چې د تلفاتو او د چاودنې څرنګوالي په اړه به وروسته معلومات ورکړي.

بلخوا د دغه ولایت یو امنیتي چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په برید کې ۱۴ پولیس او څلور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا په ټپیانو کې د حوزې امر سمونوال فضلي احمد هم شامل دی.

د پېښې عیني شاهدان وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه او د سیمې اوسېدونکو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي.

امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابند کړې ده.

د برید مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG