د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د لاس ویګاس په برید کې ۵۸ تنه ووژل شول


بریدګر ۶۴ کلن ښودل شوی دی
بریدګر ۶۴ کلن ښودل شوی دی

امریکايي چارواکي وايي یو وسله وال سړي د لاس ویګاس په ښار کې د یو کانسرت په ګډونوالو ډزې کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۵۸ تنه وژل شوي دي.

امریکايي مطبوعات وايي په برید کې همدغه راز شاوخوا ۵۰۰ نور ژوبل شوي هم دي. د ښار یو پولیس چارواکي جوزیف لامباردو وویل په برید کې یو پولیس هم وژل شوی او بل ژوبل شوی دی. ښاغلي لامباردو وویل بریدګر په خپله ځان وژلی دی.

ولسمشر ټرمپ دا برید وغنده او شرارت یې وباله. هغه د امریکا انیتي ادارې وستایلې چې د برید د مخنیوي لپاره په وخت سره اقدام وکړ.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د دغې پېښې د قربانیانو سره د درناوي لپاره به د امریکا بیرغ نیم ځوړند وي. هغه وویل چې لاس ویګاس ته ځي چې د قربانیانو له کورنیو سره وویني او تسلیت ورکړي.

برید د امریکا د نویدا ایالت د لاس ویګاس په ښار کې په ځايي وخت د دوشنبې د شپې په لسو بجو وشو او ډزې د څو دقیقو لپاره روانې وې. د هارویست د موسیقۍ په دغه کانسرت کې پر عامو خلکو سربېره یو شمېر چارواکو هم برخه اخیستې وه.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خونړی وسله وال برید بلل کیږي.

د امریکا د لاس ویګاس په ښار کې د وسله وال برید ویډیو
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

بریدګر د همدې سیمې اوسېدونکی و، نوم یې سټیفن پادوک ښودل شوی او ۶۴ کلن و، خو دا چې ولې یې برید وکړ، لا په اړه یې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

کانسرت په یو سر خلاصي میدان کې روان و چې بریدګر د ورڅېرمه هوټل له ۳۲ پوړ څخه ډزې وکړې. د نویدا ایالت لاس ویګاس د سیلانیانو لپاره مشهور ځای دی او ویل کیږي چې هر کال ۳.۵ میلیونه امریکایان او بهرنیان لاس ویګاس ته ځي.

ولسمشر ټرمپ په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو سره خواخوږي وښوده، هغه په خپل ټویټر کې لیکلي" خدای دې تاسو وبخښي".

لاس ویګاس خورا مشهورې قمارخانې، نڅا ځایونه، نایټ کلپونه او د سیاحت نورې مشهورې سیمې لري. چارواکي وايي داسې ښکاري چې بریدګر یوازې په خپل سر دا کار کړی دی او برید له تروریزم سره کوم تړاو نلري.

کنسرت د امریکا د مشهور سندرغاړي جیسن ایلدیان و، هغه په خپل انستګرام کې لیکلي چې برید ډېر خطرناک و.

تېر کال د امریکا د فلورېډا ایالت په اورلنډو کې یو بل وسله وال سړي د همجنسبازانو په نایټ کلپ کې برید وکړ ۴۹ تنه يې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG