د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله سوات ته لاړه


ملاله د مارچ په ٣١ په سوات کې
ملاله د مارچ په ٣١ په سوات کې

سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ نن د سوات درې مینګورې ته تللې او هلته یې خلکو تود هرکلی کړی دی.

ملاله پنځه کاله مخکې د ٢٠١٢ د اکتوبر په ٩ د سوات په منگوره کې طالبانو وویشتله او زخمي یې کړله.

ملاله یوسفزۍ سوات ته تر تللو مخکې ویلي وو چې له ډیرې مودې راهیسې یې په زړه و چې خپل پلرني کور ته لاړه شي. د ملالې د سفر په خاطر سوات او شاخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ملاله په عکسونو کې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:35 0:00

پر ملاله له برید وروسته هغه په پیښور کې یو روغتون ته انتقال شوه او بیا انگلیستان ته د جراحي عملیاتو لپاره یوړل شوه. پر هغې حمله په نړیواله کچه وغندل شوه او نړیوال شهرت یې ترلاسه کړ

ملالې یوسفزۍ په ۲۰۱۴ کې په ١٧ کلنۍ کې د ځوانانو او په ځانگړې توگه د نجونو د زده کړو نه د دفاع لپاره د فعالیت په وجه د سولې د نوبل جایزه وگټله او د خپلې جایزې د پیسو یوه برخه یې په سوات کې د نجونو د یو ښوونځي جوړولو ته وقف کړه چې د همدې میاشتې په لومړیو کې پرانستل شو.

ملاله او کورنۍ یې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره د کتنې وخت
ملاله او کورنۍ یې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره د کتنې وخت

ملالې دغه جایزه د هندي فعال کیلاش ستیارتي سره په گډه تر لاسه کړې ده چې هغه هم په هند کې د ماشومانو د زده کړو ستر فعال دی.

ملاله په تیرو شپږو کلونو کې له پاکستان بهر ژوند کاوه او په لندن کې زده کړې کوي. هغه به دوه ورځې وروسته بیرته بریتانیا ته لاړه شي.

ملاله یوسفزۍ چې له درملنۍ وروسته یې نشو کولای خپل هیواد ته لاړه شي په بریتانیا کې میشت شوه او هلته یې د ملاله بنسټ جوړ کړ. دغه بنسټ د ښوونې او روزنې د محلي ډلو ملاتړ کوي او زیاته پاملرنه یې پاکستان، نایجریا، اردن، سوریې او کینیا ته ده.

ملاله چې اوس ٢٠ کلنه ده پاکستان ته په څلور ورځني سفر تللې ده. هغې تیره اونۍ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو چې په پاکستان کې خپل تیر یادونه رایادوي او زړه یې هیواد پسې تنگ شوی دی.

XS
SM
MD
LG