د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ لانجې کې بېطرف دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دغه هېواد د پارلمان غړو ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد به د واشنګټن-تهران ترمنځ شخړې کې بېطرفه وي.

ښاغلي قریشي د دوشنبې په ورځ (جنوري۶) د پاکستان سنا ته په یو بیان کې ویلي دي: " زموږ دریځ ښکاره دی. د پاکستان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او نه به هم پاکستان په سیمه ایزې شخړې کې دخیل شي."

د امریکا او ایران ترمنځ له هغه وروسته اړیکې خورا ترېنګلې شوې چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا بې پیلوټه الوتکو د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني وواژه.

شاه محمود قریشي همدغه راز ویلي دي چې له دغې پېښې وروسته په سیمه کې د فرقه يي شخړو د پارېدو په اړه اندېښنه لري.

نوموړي همدا ډول اندېښنه ښودلې ده چې ښايي د سلیماني وژل د افغانستان د سولې په بهیر منفي اغیز وکړي، خوافغان حکومت دا اندېښنې بې ځایه ګڼلې دي.

په همدې حال کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې زرګونو شیعه ګانو مظاهره وکړه او د سلیماني وژل یې وغندل. مظاهره کوونکو هڅه کوله چې د امریکا کونسلګرۍ ته ننوځي چې پولیسو یې مخه نیولې او د دوي تر منځ لږ اخ او ډب هم شوی دی.

ایران ګواښ کړی دی چې د سلیماني غچ به اخلي. په یو تازه اقدام کې دغه هېواد اعلان کړی دی چې نور نو اتومي تړون ته ژمن نه دی.

دا تړون په ۲۰۱۵ کال د ایران او نړۍ د زبر ځواکونو ترمنځ لاسلیک شو. ولسمشر ټرمپ له دغه تړون څخه د امریکا د وتلو پریکړه د ۲۰۱۸ کال د مۍ په میاشت کې وکړه.

ډونالډ ټرمپ هغه مهال ویلي و چې له ایران سره د شوي تړون تاوان له ګټې څخه ډیر دی.

XS
SM
MD
LG