د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د مسکو د سولې خبرې د قطر د پروسې بدیل دی؟


د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې بهیر څخه د ملاتړ په هدف د ګاونډیو او سیمې هیوادونو د هڅو له ملاتړ څخه مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې بهیر څخه د ملاتړ په هدف د ګاونډیو او سیمې هیوادونو د هڅو له ملاتړ څخه مننه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په روسیه او ترکیې کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکي غونډې د قطر د خبرو د بهیر تکمیل کونکې او ادامه دي.

د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې بهیر څخه د ملاتړ په هدف د ګاونډیو او سیمې هیوادونو له هڅو څخه مننه کړې ده.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: "په فدراتېفي روسیې او ترکیې جمهوریت کې د افغانستان د سولې خبرو اترو تر سره کېدل، د قطر پروسې بدیل نه بلکې د هغه بهیر تکمیل کونکې او ادامه ده."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې اوس مهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو استازي په دوحه کې په مذاکراتو بوخت دي او په وینا یې دغه مذاکرات به په راتلونکې هم دوام ولري.

ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر ۱۸مه نېټه په مسکو او په راتلونکې میاشت کې په دوحه کې د افغان سولې په اړه دوې غونډې جوړې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب روانه اونۍ وویل چې افغان حکومت په دواړو غونډو کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG