د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشهور فزیک پوه سټیفن هاکینګ مړ شو


سټیفن په خپل کور کې مړ شو
سټیفن په خپل کور کې مړ شو

د معاصرې نړۍ تر ټولو مشهور فزیک پوه سټیفن هاکینګ مړ شو.

د هغه کورنۍ وايي ښاغلی هاکینګ په برتانیا کې په خپل کور کې د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو دی.

هغه د کایناتو په اړه ډېر علمي تحقیقات کړي وو او کتابونه یې هم لیکلي دي.

ښاغلي هاوکینګ د جرمني د پخواني مشهور فزیک پوه البرت انشتین د نسبیت نظریه د کوانتومي مکانک د نظریې سره ربط ورکړی و چې د اتوم له وړو ذرو سره سر او کار لري.

هغه د خپلو فعالیتونو په اړه ویلي وو "زما هدف ډېر ساده دی، د کایناتو بشپړ پېژندل. ولې پېدا شوي او ولې داسې دي".

د هغه مشهور کتاب د زمان-وخت لنډ تاریخ نومیږي چې په ۱۹۸۸ کال کې چاپ شو او د نړۍ د مشهورو کتابونو په ډله کې راځي.

د هاکینګ اولادونو، لوسي، رابرټ او ټیم په یوې اعلامیې کې لیکلي دي چې پلار یې ستر او فوق العاده ساینس پوه و او کارونه به یې تر ډېره نړۍ ته په میراث پاتې وي.

هغه ۲۱ کلن و چې په یو ډول ناروغي اخته شو، له خبرو او ګرځېدو پاتې شو چې بیا د یوې وسیلې په توګه یې خبرې پیل کړې او خپل پیغامونه او نظر یې تر نورو ورسولې.

هغه مهال ډاکټرانو ویلي وو چې سټیفن شاید دوه کاله ژوندی پاتې شي، خو د هغوی خبره سمه نه وه.

XS
SM
MD
LG