د لاس رسي وړ اتصالات

کردي یاغیان وايي له داعش نه یې د تیلو مرکز ونیوه


دیر الزور په ۲۰۱۴ کال کې د ورځې د ۹۰۰۰ بیلره تیلو د تولید ظرفیت درلوده
دیر الزور په ۲۰۱۴ کال کې د ورځې د ۹۰۰۰ بیلره تیلو د تولید ظرفیت درلوده

د امریکا له ملاتړ برخمن کردي ځواکونه وايي له اوږدې جګړې وروسته یې په سوریه کې له داعش جګړه مارانو څخه د تیلو د تولید مهمه سیمه نیولې ده.

دغو ځواکونو د یکشنبې په ورځ – اکتوبر۲۲- وویل چې له داعش نه یې د دیر الزور ولایت ډېرې برخې نیولې او د العمر پر سیمې هم پوره کنترول لري.

کردي وسله وال د امریکا له ملاتړه برخمن دي چې د روسیې له ملاتړه د برخمنو یاغیانو او سوریې د رژیم له وسله والو سره په جنګ دي.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې د العمر سیمه ونیوله، د اټکل له مخې دغې سیمې د ورځې د ۹۰۰۰ بیلره تیلو د تولید ظرفیت لاره چې د اورپکو لپاره د عاید مهمه سرچینه وه.

د امریکا او ایتلاف الوتکو د تیلو پر ډېرو تصفیه خانو بریدونه او بمبارۍ وکړې او اوس معلومه نه ده چې العمر د څومره تیلو د تولید ظرفیت لري.

کردي وسله والو په دیر الزور کې د ګازو له شتمنې سیمې څخه هم د داعش جګړه ماران شړلي دي او وايي چې د سوریې د حکومت پوځ له دغې سیمې څخه درې کیلو مېتره لري دي.

اسوشتډپرس د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په حواله لیکلي دي چې د سوریې حکومت پلوه ځواکونه د داعش له سختو بریدونو وروسته د العمر له سیمې په شا شوي دي. د همدغې میاشتې په سر کې حکومت پلوه ځواکونو د میادین ښار ونیوه.

په لبنان کې د حزب الله ډلې تلویزون المنار وايي د العمر د نیولو لپاره لا جنګ روان دی، دغه ډله د سوریې د حکومت په پلوۍ جنګیږي.

داعش په وروستیو میاشتو کې ډېر سیمې له لاسه ورکړي چې د سوريې د راقه مهم ښار هم په کې شامل دی، داعش د سوریې په راقه او عراق په موصل کې خپل تش په نامه خلافت اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG