د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې جګړه؛ نهو کلونو کې څه باندې ۳۸۰زره خلک وژل شوي


د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په جګړې کې تر دې دمه ۱۱۶زره ملکیان وژل شوي
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په جګړې کې تر دې دمه ۱۱۶زره ملکیان وژل شوي

په سوریې کې په ۲۰۱۱ کې جګړه پیل شوه او دا دی شاوخوا نهه کاله کیږي چې هلته تاوتریخوالی روان دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د شمېرو له مخې د جګړې له پیل راهېسې په سوریې کې شاوخوا ۳۸۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې ۱۱۶۰۰۰ یې ملکیان دي. په سوریه کې د ۲۰۱۱ د مارچ په میاشت کې جګړه پیل شوې ده او لا هم روانه ده.

پر دې سربېره لسګونه زره نور ژوبل شوي او میلیونونه کډوال شوي دي چې ډېر یې په سوریه کې او نورو اروپايي هېوادونو ته د تلو انتظار کوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په سوریې کې له هغې ورسته جګړه پیل شوه چې د حکومت ضد یو سوله ایز لاریون وځپل شو او بیا د حکومت په مخالفت کې مقاومت ته لاره پرانیستل شوه.

د سوریې جګړه ډېر اړخونه لري چې یاغي ډلې، جهادي وسله وال او د داعش جګړه ماران په کې دخیل دي. پر دې سربېره روسیه، ترکیه، امریکا او ځینې نور بهرني هېوادونه هم هلته دخیل دي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ څو میاشتې مخکې له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو امر وکړ.

د روسیې ځواکونه او د ایران حکومت د بشارالاسد پلوي کوي او امریکایي ځواکونو هلته د داعش ضد جګړه مارانو ننګه کوله.

ترکیه بیاهلته د کردي یاغیانو په ضد عملیات کوي. څو اونۍ مخکې د سوریې ځواکونو په هوايي برید کې د ترکیې لسګونه سرتېري ووژل شول او ترکیې بیا د سوریې لسګونه پوځي اهداف بمبار کړل.

XS
SM
MD
LG