د لاس رسي وړ اتصالات

تایوان له امریکا څخه درنې وسلې پیري


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له تایوان سره دا معامله به په سیمه کې پوځي انډول خراب نکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له تایوان سره دا معامله به په سیمه کې پوځي انډول خراب نکړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د تایون حکومت غواړي له امریکا څخه د ۲.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې وپیري.

په دغو وسلو کې ۱۰۸-ام۱آی۲ټي ابرامز ټانګونه، ۲۵۰ د الوتکو ضد سټېنګرې او څه باندې ۱۵۰۰ د ټانګ ضد میزایل شامل دي.

د امریکا د دفاع وزارت دفاعي او امنیتي ایجنسۍ د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۸) دا اعلان وکړ.

دغه ایجنسي وایي چې پر تایوان باندې د دغو وسلو پلورل به د سیمې پوځي انډول نه بدلوي، خو ښايي دغه معامله د تایوان سر سخت رقیب چین خواشینی کړی.

تایوان په ۱۹۴۹ کال کې له چین څخه جلا شوی دی او چین لا هم دغه هیواد په رسمیت نه پیژني.

له تایوان سره د وسلو دا معامله داسې مهال کیږي چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ پر تجاتي تعارفو باندې لانجه لا هم روانه ده. دواړه هېوادونه له تېرکال راهېسې د یو بل پر اموالو تعارفې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG