د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د ټرمپ او د قطر د امیر ټیلیفوني خبرې


د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د مهمو مسلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئيس او د قطر امیر په دغې تیلیفوني اړیکه کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر ارزښت هوکړه کړې ده.

د رویټرز د راپور په اساس دواړو مشرانو د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بندیانو د خوشې کولو پروسې پر دوام هم توافق کړی دی.

د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته دا لومړی ځل دی چې جمهور رئیس ټرمپ د قطر له امیر سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د بندیانو د خوشې کولو په تړاو خبرې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني په کابل کې له بهرنیو دیپلوماتو سره په ویډیويي کنفرانس کې ویلي چې طالبانو ته یې د اوربند وړاندیز کړی او هیله یې ښودلې چې دغه ډله دا وړاندیز ومني.

ښاغلي غني دا وړاندیز په داسې حال کې کړی چې طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې خپل بریدونه زیات کړي او یوازې وړمه شپه په کندهار، سرپل او لوګر ولایتونو کې د دغې ډلې د برېدونو په نتیجه کې د افغان ځواکونو له۲۰ زیات منسوبین وژل شوي دي.

د ارګ د بیان له مخې ښاغلي غني ویلي: "د افغانستان حکومت له لوري د زندانیانو ازادول د دې لپاره دي چې د سولې پروسه تقویه شي او د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي".

په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بندیانو خوشې کول د امریکا-طالبانو د تړون مهمې برخې دي چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په پلازمینې دوحه کې لاسلیک شو.

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د جګړې ختمولو ته د لارې پرانیستلو لپاره افغان حکومت ته د ۵۰۰۰ طالب بندیانو لیست سپارلی او د هغوی د خوشې کولو غوښتنه یې کړې.

طالبانو هم ژمنه کړې چې له دوی سره په بند کې د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه زندانیان به خوشې کړي.

افغان حکومت تر اوسه ۴۳۲ طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو هم ۶۰ تنه چې د دغې ډلې پر وینا "افغان عسکر" دي له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د طالبانو له خوا په خوشې شویو بندیانو کې ۱۹ تنه یې د افغان ځواکونو منسوبین دي.

XS
SM
MD
LG