د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر اوو پاکستاني شرکتونو بندیز ولګوه


د امریکا حکومت پر اوو پاکستاني شرکتونو له دې کبله بندیز لګولی دی چې ګنې د متحدو ایالتونو ملي امنیت ګواښوي.

پر دغو شرکتونو دا تور لګول شوی دی چې د اټمي موادو په ناقانونه کاروبار کې ښکیل وو او هڅه یې کوله چې پاکستان د اټمي پروګرام په اکمالوونکي ګروپ کې ورداخل کړي.

تر دې مخکې هم امریکا پر یو شمېر پاکستاني شرکتونو او افرادو بندیز لګولی و، دا بندیز په دې مانا ده چې دغه شرکتونه به له نورې نړۍ سره هېڅ ډول راکړه ورکړه کولی نشي.

په دغو اوو شرکتونو کې یې درې تورن شوي چې د هستوي موادو په داسې فعالیت کې ښکیل وو چې د امریکا د ملي امنیت ګټو او بهرنۍ تګلاره یې ګواښوله.

دوه یې د اټمي پروګرام اړوندو موادو په اکمالولو او دوه نور یې د دغو شرکتونو د ننګې او ملاتړ له کبله له بندیز سره مخامخ شوي دي.

د ایکانیمک ټایمز وايي د امریکا د سوداګرۍ وزارت وايي د مشکو لوژیستک شرکت، سنګاپور او مشکو برېښنايي شرکت یو شمېر پاکستاني شرکتونو او افرادو ته اټمي مواد لیږدول.

په دغو شرکتونو کې د پاکستان سولوشن انیجینرینګ په نامه یو شرکت، د اختر او منیر مسلکي انجینرۍ او پرویزو تجارتي شرکت، د مارین سیسټم شرکت، د انجینرۍ د سوداګرۍ او خدمتونو شرکت هم شامل دي.

پاکستان د اټم بم لري او سیال هیواد یې، هند، هم اتومي ځواک دی.

لویدیځ چارواکي یوه اندېښنه دا هم لري که ترهګر په پاکستان کې غښتلي شي، هسې نه چې د پاکستان اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي او استعمال یې نکړي.

په دې وروستیو کې د اسلام اباد- واشنګټن ترمنځ اړیکې مخ په خرابېدو دي. سپينه ماڼۍ پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې یې ترهګري پالي، ساتي او افغانستان ته یې د جنګ لپاره استوي. امریکا همدغه راز له پاکستانه غوښتي چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو دفترونه وتړي او مالي منابع یې ورختمې کړي.

ښايي پر دغو شرکتونو بندیز هم پر پاکستان د امریکا د شته فشار زیاتول وي.

XS
SM
MD
LG