د لاس رسي وړ اتصالات

کرمه کې د پاکستان پوځي عملیاتو د دوام په اړه اندیښنې


د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ له ۱۹ (مرغومې ۳۰) څخه په بګن کې عمليات پيل کړي دي. (عکس ارشیف).
د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ له ۱۹ (مرغومې ۳۰) څخه په بګن کې عمليات پيل کړي دي. (عکس ارشیف).

په خيبرپښتونخوا کې ناامنۍ د کرمې په بګن سیمه کې پوځي عمليات د جنورۍ پر ۲۱مه (سلواغې دوهمه) هم روان وو.

چارواکي وايي، عملیات په بګن بازار، ژړینه، سره غوړګۍ او شاوخوا سیمو کې ترسره کېږي او یادې سیمې وسله والو ځواکونو ولکه کړي دي.

له سیمې تر دا دمه په دغه روانو پوځي عملیاتو کې د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي راغلي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ له ۱۹ (مرغومې ۳۰) څخه په بګن کې عمليات پيل کړي دي. د چارواکو په وينا د عملياتو موخه یې په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي . بلخوا د سنيانو د وتېزو قبیلې مشرانو د عملیاتو غندنه کړې ده او دا یې یو اړخیز ګام بللی دی.

د خیببر پښتونخوا حکومت وايي له کورمې سره نېږدې په هنګو ولسوالۍ کې د بګن د هغو کډوالو لپاره کېمپ جوړوي چې له روانو پوځي عملياتو کډه کېږي.

عملیات به څّ وخت پای ته ورسيږي

کله چې پوځي عملیات پیلېږي نو له ډېرو سره یې د پای ته رسولو په باب پوښتنې راولاړېږي. همدا پوښتنه امریکا غږ د کرمې یو سیاسي فعال ډاکټر عبدالقادر اورکزي څخه وکړه چې په کرمه کې د پاکستان پوځ عملیات کله پای ته رسي نو د نوموړي په وینا، "تېره ورځ یې په کوهاټ کې له یوه لوړپوړي پوځي چارواکي سره د عملیاتو په باب خبرې شوې وې، نو هغوی ورته ویل چې کله د سیمې ولس ورسره همکاري پیل کړي او له ورانکارۍ لاس واخلي نو په هغه ورځ به عملیات پای ته ورسوي. "

خو د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد بیا په کورمه کې د روانو پوځي عملیات د پایلو په باب شک څرګندوي.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، په دغه سیمه کې په ورانکارۍ کې ښکېل کسان د ده په خبره “ښه طالبان” دي.

شمیم شاهد زیاته کړه، "ما ته د بګن سیمې څه کسان راغلي ول، هغوی راته ویل، چې د عملیاتو تر پیلېدو مخکې [ښه طالبان] له سیمې ووتل. هغوی ته یې لاره ورکړې ده. دا عملیات تش خلکو ته سترګې تورول دي. "

هغه په خپلو خبره کې دا هم وویل چې د دې علمیاتو موخه پر ډیورنډ کرښه پراته ولسونه او قامونه له سیمې کډه کول دي. ځکه چې هغوی افغانستان ته د تلونکو راتلونکو وسله والو مخې ته یو لوی خنډ دی.

خبریال شمیم شاهد دا عملیات بې نتیجې وبلل او په وینا یې چې په دې سره ترهګري نشي ختمېدلای.

چارواکو په کرمه ولسوالۍ کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته کړې ده چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو موټرو پر کاروان بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او موټر چلوونکو ته مرګ ژوبله واوښته او یوشمېر موټر وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه اوهلیکوپترو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.

په کرمه کې تازه پرمختګونه پر داسې مهال شوي دي چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا دریو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د موټرو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کرمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پرضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG