د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو فدرالي قاضي د حکومت د پناغوښتنې پالیسي رد کړله


فدرالي قاضي خپل حکم ۱۴ ورځې ځنډولی تر څو حکومت ته وخت ورکړل شي د استیناف غوښتنه وکړي.
فدرالي قاضي خپل حکم ۱۴ ورځې ځنډولی تر څو حکومت ته وخت ورکړل شي د استیناف غوښتنه وکړي.

د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت د سان فرانسیسکو په ښار کې فدرالي قاضي د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت د پنا غوښتنې پالیسي چې څه باندې لس اوونۍ وړاندې یې د غیر قانوني کډوالو د ستونزې حل کولو لپاره جوړه کړې وه، رد کړله.


د بایډن حکومت د پالیسۍ له مخې د پنا غوښتونکو څخه غوښتل شوي و چې یا د خپلو هیوادونو څخه دننه او یا هم هغو هیوادونو څخه چې دوي ترې تیریږي او متحده ایالاتو ته راځي، باید د پنا غوښتنې لپاره اسناد وسپاري.

خو قاضي جون ټیګار د حکومت دا پالیسي "غیر قانوني" وبلله.

د قاضي دا حکم د متحده ایالاتو حکومت اړ کوي چې د ټولو پنا غوښتونکو درخواستونه چې متحده ایالاتو ته د هرې لارې راغلي ومني او ښایي یو ځل بیا د مکسیکو – امریکا د جنوبي سرحد څخه د کډوالو او پنا غوښتونکو راتګ ډیر شي.

خو دې فدرالي قاضي د څوارلسو ورځو لپاره خپل حکم ځنډولی تر څو د بایډن حکومت ته فرصت ورکړل شي چې د دې حکم پر ضد د استیناف غوښتنه وکړي.

ها خوا بیا د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ویلي چې د دې فدرالي قاضي د حکم سره موافق ندی او د استیناف غوښتنه به وکړي ؛ وزارت همدارنګه د دې حکم د تطبیق کیدو لپاره د نور وخت غوښتنه کړې.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د هغو قوانینو په هکله ډاډه دی چې حکومت د روان میلادي کال د مې په میاشت کې اعلان کړي. وزارت همدرانګه دا اقدامات قانوني بللي چې د کډوالۍ قوانینو پر اساس ترتیب شوي.

د بایډن حکومت د مې په میاشت کې وروسته تر هغه دا اقدامات اعلان کړل چې په اوسط ډول هره ورځ د مکسیکو د لارې متحده ایالاتو ته تقریباً ۲ سوو زرو کسانو کوښ کاوه را واوړي.

متحده ایالاتو تیره میاشت په کولمبیا، کاستا ریکا او ګواتیمالا کې د هغو پنا غوښتونکو لپاره چې ښایي د همدې هیوادونو څخه امریکا ته د راتګ پلان ولري، د کډوالۍ د چارو د طی مراحل مراکز پرانیستل تر څو پدې سره وکړی شي پنا غوښتونکي د سرحد څخه هر څومره لیرې چې امکان ولري، وساتل شي.

د مرکزي امریکا د لارې لس ګونه زره کسان د ویزې پرته متحده ایالاتو ته د داخلیدو کوښښ کوي خو د نوي پلان له مخې چې (خوندي خوځښت) نومیږي پداسې حال کې د پنا غوښتونکو لپاره قانوني لارې چارې پرانیستل کیږي چې د متحده ایالاتو د سرحد څخه به لیرې وي.

دا نوی پروګرام د تیرې مې میاشتې په ۱۱ مې وروسته تر هغه پیل شو چې د (Title 42) په نامه پروګرام پای ته ورسید. د دې پروګرام له مخې امریکایي پولیسو اجازه درلوده چې کډوال د سرحد څخه بیرته په چټکه توګه وشړي او د پنا غوښتو لپاره فرصت ورنکړل شي.

پدې تازه وخت کې د جنوبي امریکا د هیوادونو په ځانګړې توګه د ونزویلا او ایکواډور څخه متحده ایالاتو د کډوالو شمیر ډیر شوی او ډیری دا کډوال د کولمبیا او پاناما د ځنګلونو څخه راتیریږي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې اټکل شوی چې په روان ۲۰۲۳میلادي کال کې له همدې لارې څه باندې ۱۰۰ زره کسان تیر شوي چې تیر کال په پرتله شپږ چنده ډیروالی پکې راغلی.


امریکایي چارواکي وایي دا نوی پروګرام به کډوالو ته دا آسان کړي چې آیا هغوي متحده ایالاتو ته د تګ لپاره په قانوني شرایطو برابر دي او که نه او دا چې په خطرناکو لارو د راتګ له کبله چې قاچاقبران پکې ډیرې پیسې پیدا کوي، ځانونه او کورنۍ په خطر کې وانچوي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې یوازې د مکسیکو څخه ۱۶۰ زره کسانو کوښښ کړی و چې متحده ایالاتو ته واوړي.

پدې نوي پروګرام به کډوال په هماغه هیواد کې پاتې وي چې پنا اخیستو لپاره ورسره مرکه شوې خو امریکایي چارواکي وایي هیڅ ضمانت نشته چې ویزې به یې ومنل شي.

XS
SM
MD
LG