د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي وزيرستان واڼه کې د انګور اډې د پرلتوالو د غوښتنو په ملاتړ احتجاجي غونډه شوې


د خېبر پښتونخوا ایالت قبایلي سیمې کوز جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله انګور اډه کې د احمدزی وزیرو قبیلې احتجاج د لسو میاشتو راهیسې روان دی.
د خېبر پښتونخوا ایالت قبایلي سیمې کوز جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله انګور اډه کې د احمدزی وزیرو قبیلې احتجاج د لسو میاشتو راهیسې روان دی.

د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د انګوراډې د پرلتوالو د غوښتنو په ملاتړ کې سياسي ګوندونو، د سوداګرو ټولنو او ولسي مشرانو احتجاجي غونډه کړې ده.

د سپټمبر پر ۱۴مه (وږي ۲۴) د دغې احتجاجي غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د انګور اډې لارې د ستونزو هوارولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې پر يو ځانګړي کارت دې د پولې د دواړو خواوو ولسونو ته د تګ راتګ او سوداګرۍ اجازه ورکړل شي. په واڼه کې د احتجاجي غونډې پر مهال ځايي بازار په جزوي توګه تړل شوی و.

دا غونډه پداسې حال کې کیږي چې د انګور اډې سوداګر، سياسي او ولسي مشران او ځايي خلک له تېرو ۱۰ مياشتو راهيسې په احتجاج دي او غوښتنه کوي چې دوی ته دې له افغانستان سره د تګ راتګ او تجارت لپاره د پخوا په څېر د پاسپورټ او ويزې پرته اجازه ورکړل شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یو شمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د انګور اډې د پرلت کوونکو مشرانو ويلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودلو پالیسي ځکه د منلو وړ نه ده چې دواړو خواوو ته ددوی خپلوان اوسېږي. د دوی په خبره، د پاکستان حکومت له خوا د سفري ‌اسنادو شرط د دوی "غم،‌ ښادي او سوداګري" خرابه کړې ده.

د پرلتوالو یو مشر محب وزیر وايي چې د پاسپورټ او ویزې د شرط له امله له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دی خو حکومت یې ستونزو ته پام نه کوي. "تراوسه پورې له موږ سره د دولت لخوا هېڅ مذاکرات نه دي شوي. دولت زموږ پر غوښتنو غور نه کوي نو له دې معلومېږي چې دولت دا خاوره او خلک خپل نه ګڼي."

ځېنې نور پرلتوال وايي چې حکومت یې د تعلیم، روغتيا او نورو بنیادي اسانتياوو د ورکولوغوښتنې هم نه دې منلي. خو د کوز جنوبي وزیرستان ادارې مشر (ډپټي کمیشنر) محمد ناصر خان ويلي چې د ویزو او پاسپورټ شرط د پاکستان مرکزي حکومت عملي کړی دی چې له منځه وړل یې د سیمه ییزې ادارې واک نه دی.

البته هغه ادعا وکړه چې په سیمه کې يې د تعلیم، روغتیا او نورو بنیادي اسانتیاوو لپاره یو شمیر اقدامات کړي دي. د هغه په وينا د انټرنېټ او موبایل شبکو په بشپړه توګه د بیرته فعالیدو لپاره خبرې هم روانې دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له افغانستان سره پر انګور اډې، تورخم، چمن او نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کړي دي. له دې امله پر ډيورنډ کرښه مېشتو ولسونو او سوداګرو احتجاجونه کړي دي خو حکومت خپله پرېکړه بېرته نه ده اخیستې. چارواکي‌ وايي د امنيت ساتلو لپاره ضروري ده چې هر څوک د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزه وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۱۲ احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

پرلتوال وايي چې پر دغه لاره د سفري اسنادو لازمي کول د پولې د دواړو خواوو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او ولسونو اقتصاد اغېزمنوي.

د انګور اډې مشرانو دا هم ويلي چې د پاسپورټ د لازمي کېدو شرط د دوی د قام هغه بچي له تعليمه بې برخې کړې دي چې په پکتیکا کې اوسېږي خو ښوونځی يې د وزيرستان په خوا کې وو. دوی زیاته کړه چې حکومت دې ژر تر ژره خپله پالیسي بدله کړي.

د پاکستان حکومت وايي چې د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه په شا کېږي او دا پرېکړه یې د امنیت د ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلا بېلو وختونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم، چمن، غلام خان، خرلڅيو، باديني او انګور اډې لارې په اونيو يا مياشتو بندې پاتې وي.

د دغو لارو د بندېدو تر شا لاملونه کله امنيتي، کله قانوني او کله بيا سیاسي وي چې په نتيجه کې يې د دواړو خواوو ترمنځ تجارت په ټپه درېږي.

پر انګور اډې سربېره په چمن کې هم ځايي ولس، د سوداګرانو ټولنو او سياسي فعالانو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۲۱ د پاسپورټ او ويزې د شرط عملي کولو خلاف پرلت وهلی دی چې هغه هم لا تر اوسه روان دی.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمنځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) بيا د بلوچستان ايالت په بېلابېلو ښارونو کې ملتپالو ګوندونو له چمن پرلت سره د يووالي لپاﺭه په احتجاجونو کې له حکومت څخه په دغه ایالت کې د امنيت خوندي کولو، پر چمن پوله ځايي خلکو ته د تېر په څېر پر شناخت کاﺭډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجاﺯه وﺭکولو غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG