د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې د جنګي الوتکې د لویدو په پیښې کې ۴ تنه وژل شوي


الوتکه د خلکو د اوسیدو ودانۍ سره جنګیدلې او ۴تنه پکې وژل شوي.
الوتکه د خلکو د اوسیدو ودانۍ سره جنګیدلې او ۴تنه پکې وژل شوي.

د روسیې یوه جنګي الوتکه دوشنبه اکټوبر ۱۷ (تلې۲۵) د ییسک په بندري ښار کې چې اوکراین سره نږدې پروت دی، د خلکو د اوسیدو په سیمې لویدلې او لږ تر لږه ۴تنه پکې وژل شویدي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې دې الوتکې تمریناتي ماموریت کاوه چې ولویده او د لویدو څخه وړاندې یې عملې ځانونه د الوتکې څخه په خوندي توګه لاندې غورځولي دي.

په عین حال کې سیمه ایزو چارواکو ویلي چې الوتکه د یوې نهه پوړیزې ودانۍ سره جنګیدلې او د لویدو څخه وروسته هلته غټ اور هم بل شوی.

چارواکو همدرانګه ویلي چې په پیښه کې ۶ تنه تري تم شوي او ۲۵ نور ټپي شوي هم دي.

ویل کیږي چې د پښې په ځای کې د څو ساعتونو لپاره اور بل و چې وروسته د عاجلو خدماتو ادارې اور قابو کړ.

د ییسک ښار کې چې د روسیې په جنوب لویدیځ کې د اوکراین پولې سره نږدې پروت دی شاوخوا ۹۰ زره کسان پکې ژوند کوي او د روسیې د هوایي ځواکونو یوه تر ټولو ستره نظامي اډه هم پکې پرته ده.

د (Su-32) ډوله بم غور ځوونکي دوه ماشینه الوتکه چې پدې پیښې لویدلې، روسیه یې په اوکراین کې په جګړې کې کاروي.

کرملین ویلي چې د پیښې په هکله جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته احوال ورکړل شوی او حکومتي چارواکو ته امر شوی چې لازمې همکارۍ وکړي.

په هدې حال کې د رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې د روسیې دولتي تحقیقاتي کمیټې د پیښې په هکله جنایي تحقیقات پیل کړي او د الوتکې د لویدو ځای ته یې تحقیق کوونکو لیږلي دي.

XS
SM
MD
LG