د جاپاني رسنیو د راپور له مخې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی ددغې ډلې د حکومت یو لوړپوړی پلاوی جاپان ته تللی دی.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد د وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵( سلواغې ۲۷) په ایکس کې په خپله پاڼه لیکلي چې په یو رسمي سفر جاپان ته روان شوی دی.
هغه لیکلي دي چې د حکومت یو "لوړ پوړی پلاوی جاپان ته روان شوی دی. مونږ د یو قوي، متحد، پرمختللي، هوسا افغانستان او د نړیوالې ټولنې د فعال غړي په توګه نړۍ سره د باعزته تعامل په لټه کې" یو.
د جرمني د "ډي پي اې" خبري اژانس د د جاپاني رسنیو د راپورونو په اساس ویلي چې د طالبانودا پلاوی په توکیو کې د " نیوپون فونډشن" د یو بنسټ په نوښت چې د جاپان ملي ګټو لپاره کار کوي د طالبانو دغه پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې ده. تراوسه ددغه پلاوي د نورو غړو د نومونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په راپورونو کې ویل شوي چې د طالبانو دغه پلاوي ته د جاپان د یو بنسټ له خوا چې مشري یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پخوانی ځانګړی استازی تدامچي یاماماتو په غاړه لري بلل شوی دی.
ښاغلي یاماماتو په تیرو دوو کلنو کې کابل ته څو ځلې سفرونه کړي او د یو شمیر پخوانیو افغان سیاسي مشرانو سره د لیدو کاتو سربیره یې د طالبانو د حکومت د ځینو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي.
تراوسه جاپان ته د طالبانو ددغه پلاوي د سفر د اجنډا او هلته د کیدونکو بحثونو په اړه ډير معلومات نه دي خپاره شوي او هم د جاپان حکومت په رسمي ډول دغه هیواد ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته لومړی سفر دی څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. خو د اروپايي ټولنې، روسیې، چین په ګډون د سیمې او ګاونډیو یو شمیر هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستي دي او هم یې په خپلو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو دپلوماتانو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرصونه ایښي چې په کې د ښخو او نجونو د حقونو په ګډون د مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د ټولشموله حکومت د جوړیدو شرطونه شامل دي.
طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کولو سره سم د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته یې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو هم بندیز لګولی دی.
طالبانو د تیر ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ کړ چې له امله یې نه یوازې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړه، بلکې تازه یې پر ښځو او نجونو باندې نور محدودیتونه هم ولګول.
طالبانو د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره نه یوازې دا چې پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه نه دي لیرې کړي، بلکې تازه یې نور محدودیتونه لګولي دي. طالبانو د تیر کال په وروستیو کې په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو اوښځو پر زده کړو هم بندیز ولګاوه.
د طالبانو دا بندیز د نړیوالې ټولنې د سخت غبرګون سره مخ شو، خو دغې ډلې لا هم طبي انیستویوتونه د نجونو او ښځو پرمخ بیرته نه دي پرانیستي.
فورم \ دبحث خونه