د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د یرغمل شویو د خلاصون د عملیاتو پای؛ د پوځیانو او اورپکو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي

تازه

د بلوچستان سبۍ ته څېرمه د اورپکو لخوا د ایسار شوي ریل ګاډي خوشې شوې مسافر
د بلوچستان سبۍ ته څېرمه د اورپکو لخوا د ایسار شوي ریل ګاډي خوشې شوې مسافر

پاکستاني مقاماتو د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۱۲ (کب ۲۲)، وویل چې د ۳۰ ساعتونو وروسته په بلوچستان کې د اورپکو له خوا د ایسار شوي ریل ګاډي ټول شاوخوا ۳۴۰ یرغمل شوي کسان خوشې شوي، خو ۲۷ پاکستاني پوځیان چې په دغه ریل ګاډي کې یې سفر کاوه، د اورپکو په ډزو کې وژل شوي دي.

امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ماسپښین د هغو اورپکو سره جګړه پیل کړه چې د بلوچستان سبۍ ښار ته څېرمه یې د یو ریل ګاډي په سلګونو مسافر یرغمل کړي وو.

د "جعفر ایکسپرس" په نوم دغه ریل ګاډي کې، چې له کویټې څخه د خیبر پښتونخوا پیښور ښار ته روان وو، ۴۵۰ کسان سپاره وو چې په ځايي وخت د ماسپښین په یوه بجه سبۍ ته څېرمه ورباندې برید وشو.

د پوځ یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "په عملیاتو کې ۳۴۶ یرغمل کسان خوشې شول او ۳۰ ترهګر ووژل شول."

د پوځ دغه چارواکي وویل چې ۲۷ وژل شوي پوځیان په دنده نه وو او په دغه ریل ګاډي کې یې سفر کاوه. په عملیاتو کې یو بل عسکر په دنده کې وژل شوی دی.

چارواکو ندي ویلي چې څومره ملکي کسان وژل شوي دي. د ریل ګاډو د چارو مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو د ریل ګاډي د چلوونکي او یو پولیس افسر وژل کیدل تائید کړي دي.

د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ په نوم یوې ډلې د سه شنبې د ورځې د برید مسئولیت واخیست او ويې ویل چې د سبۍ په سیمه کې یې د ریل پټلۍ په بمونو الوځولې او یو ریل ګاډی یې ایسار کړی دی.

په بلوچستان ایالت کې په وروستیو کلونو کې په امنیتي ځواکونو او هغو کسانو باندې بریدونه زیات شوي چې له نورو ایالتونو څخه ورغلي دي.

د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ ویاند جیاند بلوچ له پیښې وروسته په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې شرط د یرغمل شویو کسانو پرېښودلو ته تیار دي چې چارواکي ددې غورځنګ قیدي غړي له بند څخه خوشې کړي.

د بلوچستان سبۍ ته څېرمه د پاکستان امنیتي ځواکونه د هغو اورپکو په خلاف په عملیات بوخت دي چې یو ریل ګاډی یې ایسار کړی او په سلګونو مسافر یې یرغمل کړي دي.
د بلوچستان سبۍ ته څېرمه د پاکستان امنیتي ځواکونه د هغو اورپکو په خلاف په عملیات بوخت دي چې یو ریل ګاډی یې ایسار کړی او په سلګونو مسافر یې یرغمل کړي دي.

له نیول شوي ریل ګاډي څخه په تېښته بریالي شویو او راخوشې شویو یو شمېر کسانو ویلي چې اورپکو د مسافرو پیژندپاڼې کتلې، عسکر یې ووژل او یو شمېر کورنۍ یې پرېښودلې.

د ریل ګاډي یو مسافر محمد نويد چې په تېښه بریالی شوی، وویل: "هغوی موږ ته وویل چې یو یو له ریل ګاډي څخه راښکته شو. ښځې یې جلا کړې او ورته یې وویل چې ولاړې شي. سپین ږیري یې هم پرېښودل. موږ ته یې وویل، بیرون راشئ، څه نه درته وایو. ۱۸۵ کسان ور ووتل، په هغو ی کې یې ځینې کسان جلا کړل او ویې ویشتل."

چارواکو وویل، اورپکو چې چاودېدونکي توکي یې په ځانونو پورې تړلي و، دغه ریل ګاډی محاصره کړی و.

د بلوچستان په مرکز کویټه کې د فرانس پرس خبریال وايي چې ۱۵۰ تش تابوتونه د چهارشنبې په ورځ د ریل ګاډي په واسطه د پیښې ځای ته ولیږدول شول.

په کویټه کې یو امنیتي چارواکي فرانس پرس ته وویل: "د ملیشو یو زیات شمیر غړو له خپلو کورنیو سره په جعفر ایکسپرس کې سفر کاوه. دوی په رخصتۍ باندې خپلو کورونو ته روان وو." هغه وویل، تابوتونه "پوځي پرسونل" او ځینو ملکي خلکو ته ځانګړي شوي دي او زیاته یې کړه چې "۱۵۰ تابوتونه په دې معنا نده چې ۱۵۰ کسان وژل شوي دي."

ګڼو مسافرو فرانس پرس ته ویلي، اورپکو د خلکو پیژندپاڼې لیدلې او په هغو کسانو لټون یې کاوه چې د بلوچستان له بیرون څخه ورغلي دي. یو مسافر وویل: "هغه کسان چې پنجابیان وو، د ترهګرو لخوا ونیول شول."

د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ له دې وړاندې په پاکستان کې د ریل ګاډو په تمځایونو باندې بریدونه کړي دي خو دا لومړی ځل دی چې یو ریل ګاډی یې ایسار کړی دی.

دغې ډلې همدارنګه په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز سره تړلیو پروژو باندې د بریدونه مسئولیت اخیستی دی.

د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ په اړه فکر کیږي چې شاوخوا ۳۰۰۰ وسله وال لري.

خوشې شوې ژوبل یرغمل د درملنې لپاره د مچ او کویټې ښارونو ته لیږدول شوي او روغ یې خپلو کورونو ته لیږل شوي دي.

دا ریل ګاډی په داسې ځای کې ایسار کړل شوی و چې د اړیکې نیولو لپاره پکې ټیلیفونونه او نور مخابراتي وسایل کار نکوي. ویل کیږي چې په دغه غرنۍ سیمه کې وسله والو ته د پټنځایونو جوړولو او بریدونه تنظیمولو زمینه برابره ده.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د حکومت د بیاراتګ راهیسې په پاکستان کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي. په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنیز مرکز د معلوماتو په اساس ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې په تیره یوه لسیزه کې ترټولو خونړی و او په ترڅ کې یې په بریدونو کې، لږ تر لږه ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ ډلې د فبروري په میاشت کې اووه پنجابي مسافر له یو بس څخه کښته کړل او ویې وژل. تیر کال هم په هدفي وژنو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان زیاتره پنجابیان وژل شوي وو.

دغې ډلې په نومبر کې د کویټې د ریل ګاډو په مرکزي تمځای کې د چاودنې مسئولیت واخیست چې په ترڅ کې یې د ۱۴ پوځیانو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي وو.

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG