د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان شتمنۍ؛ کابل کې د بایډن د پریکړې خلاف مظاهره 


د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه د افغانستان د شتمنیو په هکله د ولسمشر بایډن د پریکړې پرخلاف مظاهره 
د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه د افغانستان د شتمنیو په هکله د ولسمشر بایډن د پریکړې پرخلاف مظاهره 

یو شمیر افغانانو د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ ( سلواغې ۲۳) په کابل کې مظاهره وکړه او د افغانستان د شتمنیو په هکله یې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پریکړې وغندله.

ولسمشر بایډن د پریکړې له مخې په امریکا کې د افغانستان د ملي بانک له کنګول شویو شمتنیو څخه درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د برید د قربانیانو کورنیو ته ورکول کیږي.

مظاهره کوونکي چې د کابل له عیدګاه جومات څخه بهر راغونډ شوي و، د امریکا له متحده ایالاتو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په تیر شل کلن جنګ کې د لسګونو زره وژل شویو افغانانو کورنیو ته مالي تاوان ورکړي.

د بایډن د اجرائي فرمان له مخې چې د جمعې په ورځ یې لاسلیک کړ، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نور درې اعشاریه پنځه میلیارډه ډالر له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړي شویدي چې د ملګرو ملتونو له خوا به د مرستې د یوه صندوق له لارې دوی ته ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر بایډن دغه پریکړه د ډیر شمیر افغانانو له لوري غندل شوېده.

د مظاهرې یوه ګډنوال عبدالرحمن وویل چې ولسمشر بایډن د افغانستان د شتمنیو په هکله د پریکړې کولو حق نه لري. هغه له نورو افغانانو هم غوښتل چې په کابل او نورو ولایتونو کې د دغې پریکړې پرخلاف پراخ لاریونونه وکړي.

په بهرنیو هیوادونو کې د ۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت د افغانستان اسعاري زیرمې کنګل دي، چې له دې جملې ۷ میلیارده د امریکا په بانکونو او پاتې دوه میلیارده نورې د جرمني، عربي متحده اماراتو او سویس په بانکونو کې دي.

XS
SM
MD
LG