د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې افغان پلاوی پاکستان ته ځي


ښاغلي داودزي وویل چې د سولې په معاهدې کې درې شکونه موجود دي
ښاغلي داودزي وویل چې د سولې په معاهدې کې درې شکونه موجود دي

ټاکل شوې د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي‌ استازي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي‌ محمد عمر داودزي د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۲مه» په کابل کې په یوه غونډه کې روان ۲۰۱۹ کال د افغانستان لپاره د سولې کال یاد کړ، خو زیاته یې کړه چې د «سولې معاهدې» ته د حکومت د رسېدو لپاره په درې مسئلو شک شتون لري.

له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو غوښتنه، له حکومت څخه د طالبانو غوښتنه او اهداف او هغه بیه چې د سولې لپاره باید ورکړل شي، هغه موارد و چې ښاغلي‌ داودزي د «سولې معاهدې» د شکونو په توګه یاد کړل.

ښاغلي‌ داودزي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو ته اړتیا ده.

نوموړي‌ زیاته کړه چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي‌ استازي یو لړ اقدامات تر سره کړل، خو زیاته یې کړه چې" خلیلزاد په سیمه کې د افغانستان استازیتوب نه کوي او د امریکا د ګټو استازیتوب کوي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس وویل چې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په هدف ټاکل شوې راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

نوموړي زیاته کړه وروسته به تصمیم ونیول شي چې د افغان حکومت پلاوی په دې اړه ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي‌.

د سولې شورا پلاوی پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هڅې زیاتې شوي دي.

تېره میاشت په متحده عربي اماراتو کې د امریکا، وسله والو طالبانو، سعودي، اماراتو او پاکستانو د استازو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه تر سره شوه.

ښاغلي خلیلزاد د اماراتو خبرې ګټورې بللې وې
ښاغلي خلیلزاد د اماراتو خبرې ګټورې بللې وې

​دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې روانه جنورۍ میاشت په سعودي عربستان کې هم د یادو اړخونو ترمنځ د افغان سولې په تړاو غونډه تر سره شي.

د افغانستان سولې په تړاو د پاکستان هڅې رېښتوني دي؟

د پاکستان او امریکا پوځي مشرانو د افغانستان سولې پروسه ارزولې

د روانې مرغومې میاشتې پر دریمه نېټه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپل سفر کې وویل، چې هېواد به یې د سولې خبرو ته د طالبانو په بیا حاضرولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

افغان حکومت په وار وار له پاکستان څخه غوښتي چې سولې ته د وسله والو طالبانو په حاضرولو کې عملي ګامونه پورته کړي.

د افغان سولې اړوند د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد د سفر پرمهال پاکستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني‌ برادر او یو بل پخوانی طالب چاوراکی ملا صمد ثاني خوشې کړل.

پاکستاني چارواکو ویلي و چې ملا برادر یې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه خوشې کړی دی.

XS
SM
MD
LG