د افغانستان دفاع وزارت وایي امنیتي ځواکونو له سختې جګړې وروسته تیره شپه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ بیرته له مخالفو وسله والو نیولې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د موسی کلا د ولسوالۍ د بیا نیولوعملیاتو مشري د دغه وزارت لوی درستیز کوله، چې په ترڅ کې یې تیره شپه ناوخته دا ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو لا س ته ورغله.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري نن د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو پنځوس وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري وویل، په کومه ورځ چې د افغان حکومت مخالف وسلهوالو د موسی کلا د ولسوالۍ ودانۍ ونیوه د دغې ودانۍ یو کیلو مټر وړاندې افغان پوځ د ۲۱۵ میوند قل اردو قوماندان هلته موجود وو، خو د ملکي کسانو او پوځ ته د تلفاتو د رسیدلو د اندیښنې له امله دوی په همغه ورځ د ولسوالۍ د ودانۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات تر سره نه کړل.
جنرال وزیري وویل "داسې یې پلان کړې وه چې یو دم مخالف وسله وال له څلورو اړخونو محاصره شي او مخالفانو ته زیات تلفات ورسیږي بنآ هغه یې پلان کړله او تیره شپه په لسو بجو یې حمله وکړه او تر یوې بجې یې ټوله ولسوالۍ تصفیه کړه چې لا هم هلته تصفیه او تلاشي روانه ده".
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وویل چې په دغو عملیاتو کې د افغان پوځ شپږ سرتیري هم وژل شوي دي.
جنرال دولت وزیري د موسی کلا د بیرته نیولو په عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکایي ځواکونو د ګډون په باب د خپرو شوو رپوټونو په هکله وویل چې د موسی قلعه د ولسوالۍ په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره هیچا مرسته نه ده کړې.
جنرال وزیري وویل "بهرني ځواکونه یا قاطع ملاتړ ځواکونه مونږ سره د هوایي ملاتړ په برخه کې مرسته کوي، هغه هم که یې مونږ وغواړو، کله چې له هغوی غوښتنه وکړو هغوی مونږ سره مرسته کوي که تاسې دوه درې یا لس تنه بهرنیان لیدلي وي هغوی یوازې د هوایي ملاتړ لپاره دي چې هغوی هلته اوسي کله یې چې الوتکه راځي د ځمکې څخه یې رهبري کړي ورته قومانده ورکړي او هدف ورته ورکړي".
جنرال وزیري وویل چې په ځمکنیو عملیاتو کې نه افغان پوځ له بهرنیانو مرسته غوښتې ده او نه هم بهرنیو ځواکونو په دغسې عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
تراوسه د افغان حکومت مخالفو وسله والو د موسی کلا د ولسوالۍ د لاسه وتلو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د هلمند سیمهییزو چارواکو هم له امریکا غږ سره په خبرو کې د موسی کلا ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر تائید کړی او ویلي یې دي، چې لا هم د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا په دغې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات او تلاشۍ دوام لري.
د افغان حکومت مخالفو وسله والو د تیرې جهارشنبې په ورځ د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو څخه د څو ورځو محاصرې وروسته نیولې وه.