د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما یو ځل بیا د نجونو د متوسطه ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې


په داسې حال کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو څخه شاوخوا اته میاشتې تیریږي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازوالۍ یا (یوناما) مشرې یو ځل بیا له طالبانو د نجونو د متوسطه ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

یوناما د پنجشنبې په ورځ ناوخته مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) ویلي چې ديبرا لاينز لاینز روانه اونۍ له طالب چارواکو سره د کتو په لړ کې له هغوی غوښتي چې د ښځو بنسټیزو حقونو ته درناوی ډاډ من کړي.

یوناما زیاته کړې:"له طالبانو سره د يو باوري اړخ په توګه د نړيوالې ټولنې ښکیلتیا ددې غوښتنه کوي چې ښوونځيو ته د ټولو نجونو د بیرته ستنیدو په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي او همدارنګه دا ډاډمنه کړي چې ښځې کار کولی شي، بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی لري او له کوم خنډ پرته آزاد تګ راتګ کولی شي."

یوناما ویلي چې د ټولشمولوالي د نشتوالي د دوام او په دې وروستيو کې د مخ پر زياتيدونکو کړکېچونو په اړه ژوره اندیښنه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) چې په دغه هیواد کې د بېوزلۍ سره د مخامخ میلیونونو افغانانو د ملاتړ په هدف به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه اته میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دنجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو او پر مېرمنو باندې وروستیو محدودیتونو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

تازه د متحده ایالاتو، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د «طالبان پدې کړنو سره ځان د نړیوالې ټولنې څخه لا څنډې ته کوي».

د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د زده کړو څخه د افغان نجونو محرومول، چې طالبانو ویلي د افغانستان د ولس په غوښتنې یې دا کار کړی، د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نوي رژیم په رسمیت پیژندلو کې یو ستر خنډ دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې واکمن شول او وار له واره یې د ښځو په کار، سیاسي او اقتصادي مشارکت بندیزونه ولګول. د طالبانو حکومت د نجونو ثانوي‌ او عالي لېسې هم تړلې دي. تر دې دمه د طالبانو حکومت هېڅ یو هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG