د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د نړیوالې ټولنې د ۱۰ شرطونو هرکلی وکړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې ټولنې له هغې اعلامیې هر کلی کړی چې پکې له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره لس شرطونه ایښودل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې په یادو لسو شرطونو کې" افغانستان کې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو پیاوړتیا،اوربند ټینګول،د قانون حاکمیت ته ژمنتیا،د سولې مذاکراتو او سولې تړون عملي کول،فساد سره مبارزه،نړیوالو ژمنو او دولتي بنسټونو ته درناوی، د ملګرو ملتونو له موخو څخه ملاتړکول، له افغان خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد د ترهګرو ډلو د کارولو مخنیوی، د افغانستان دولت او نړیوالي ټولنې ترمنځ د متقابلې ځواب ورکونې د چوکاټ دوام او د مرستندویه فعالیتونو له لارې د ناقانونه مالیاتو او خنډونو لیري کولو په ګډون د پراختیايي او بشر دوستانه فعالیتونو اسانه کولو شرطونه شامل دي."

د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۸(لړم۲۸) د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت یاد شرطونه په هیواد کې د سولې ټینګېدو او نړیوالې ټولنې د یو غړي په توګه د افغانستان د ډموکراټیک پرمختګ لپاره مهم بولي.

یاد وزارت زیاتوي چې د دغه مواردو عملي کول د افغانستان د بیارغونې، امنیت، اقتصادي پرمختګ او خلکو د هوساینې په برخه کې بنسټیز رول لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په دې اړه را غلي:"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت خپل ځان د نړیوالې ټولنې لخوا د پورتنیو وړاندې شوو مواردو په تحقق اوپوره کېدو مکلف او ژمن ګڼي او په پدې برخه کې به خپله ژمنتیا او مکلفیت د افغانستان د ژنیو په کنفرانس کې یو ځل بیانوي."

بیان زیاتوي په داسې حال کې چې افغانستان د کرونا نړیوالې اوبا له ګواښ سره مخ دی اړینه ده چې په هیواد کې سرتاسري اوربند ټینګ او د سولې مذاکرات بریالي شي.

دا په داسې حال کې ده چې بهرنیو مرسته کوونکو هیوادونو تازه د یو سند په لاس لیک کولو سره ویلي دي چې د افغانستان سره د خپلو راتلونکو مرستو په هکله ۱۰ عنصره په پام کې نیسي چې تلپاتې اوربند په کې شامل دی.

اروپایي اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي هغو هیوادونو چې دغه سند یې لاس لیک کړی افغانستان ته ۸۰ فیصده پرمختیایي مرستې برابروي.

XS
SM
MD
LG